قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / د پښتو ادب او هنر هنداره
زبان پشتو

د پښتو ادب او هنر هنداره

عبدالهادی تپاند|

د باز خون خواری منګولیپشتو

بی وزلی مرغئ او د باز خون خواری منګولی

اور می واخیست اوبه راکی

دا آواز د کومی راغئ؟

بلی! دا آواز زما د مظلوم شهید دئ

د وطن د شاه ځلمی آواز ترغوږه را رسیږی

چه د پردیو په اورکی ستی کیږی

ای زما پردیسه، زما تنه او زما وروره! 

په کومه ګناه کربلا تا ته جوړیږی؟

شاه ځلمی می بی ګناه په کښی سوځیږی

په اوبو کی لاهو کیږی

په مرمیو او مردکو غربیلیږی

نو، خدای ته وګورئ!

خلگ ستاسی خون خواری منګولی وینی

دا د مظلوم شهید ښارګونه هم وینی

لاس واخلی، خدای ته وګورئ!

د منګولو نه مو زما دشهید وینی څاڅی!

ستا هر دښته کربلا زما د آشنا ده!

هم یی سوځی، رنګ په وینو هر څپه ستا د دریا ده!

و فلک ته به دا آه ! فریاد رسیږی

د ظالم ماڼی ضرور را نسکوریږی.

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام

دغه اور به ستا لمن ته هم رسیږی!

آه، فریاد د مظلومانو څخه ډارکړه!

ته فرعون یی ؟ ته نمرود او که شداد یی؟

ته ظالم یی ! ته صیاد یی! د شهید په وینه ښاد یی!

یوه ورځ به دشهید د مور لاسونه .

ستا وستونی او ګریبان ته در رسیږئ!

دا قانون د یوه خدای او دا قرآن دئ!

حقیقت دی، عدالت دی دا فرمان به پلی کیږی!

 «تپاند»

Aviron

 

د رازق فانی صاحب  د دغه شعر په نسبی توگه  پښتو ژباړه

با هر دل كه شاد شود شاد می‌شوم

 آباد هر كه گشت من آباد می‌شوم

در دام هر که رفت شریک غمش منم

از بند هر که رست من آزاد می‌شوم

بینم اگر که بال فغان در دلی شکست

 من بر لبش نشسته و فریاد می‌شوم

با این نبرد سخت که با صخره ها کنم

 روز حریف تیشه یی فرهاد می‌شوم

تا خوب‌تر بیان کنم ای زنده‌گی تو را

 طبع خیام و خامه یی بهزاد می‌شوم

چون بوی گل که گاه شگفتن شود پدید

 من از میان شعر خود ایجاد می‌شوم

«فانی» به پای هیچ کس خم نه شد سرت

آخر من از غرور تو بر باد می‌شوم

د زړه آواز

هر زړگئ چه خوشحالیږی زه پری ښاد سم

هر یو څوک چه آبادیږی زه آباد سم

چه په لومه کی وی بند زی غم شریک یم

چه د بنده سی آزاد زه هم آزاد سم

که په زړه کی یی خاموشی غلبلی شی

د هغه پر خاموش شونډو به فریاد سم

چه د غره سره لرم زور آزموینه

زه به سیال هم د تیشی و د فرهاد سم

په څه شان به دی تعریف که مه ژوندونه

یو انځور به د خیام او د بهزاد سم

پر مشام چه خوشبویی دګلو راسی

زه هم داسی له خپل شعره څه ایجاد سم

دا غرور می د چا پښوته سر ټیټ نکړ

د «فانی» په شان به زه «تپاند» برباد سم

د رازق فانی صاحب د دغه شعر پښتو ژباړه په لاندی توګه

بیشتر بخوانید:

نه ز قید در هراسم، نه ز دار می‌گریزم

همه تن تپش چو موجم، ز قرار می‌گریزم

نفسی نشد که فارغ، بنشینم از تب و تاب

ز نشستن و فسردن، چو شرار می‌گریزم

اگرم به شانه چون کوه بنهد بارها را

نه ز راه خسته گردم، نه ز بار می‌گریزم

نه پرم ز شعله سوزد، نه به پای من خلد خار

نه ز شعله باک دارم، نه ز خار می‌گریزم

منم آن یگانه طفلی که محیط مادرم شد

سر سنگ می‌زدم غلت، ز کنار می‌گریزم

به نهیب مرگ « فانی » نروم ز جبهه بیرون

به خدا اگر بمیرم ز مزار می‌گریزم

د قراره څخه تښتم

نه د بنده څه ویریږم، نه د داره څخه تښتم

ټول بدن د دریا موج دی، د قراره څخه تښتم

تب و تاب شانی تپیږم، یو نفس په قرار نه یم

په قرار کی فرسوده یم، د دی کاره څخه تښتم

که د غره په شان بار کښیږدی پر اوږو می

نه دلاری ستړی کیږم، نه د باره څخه تښتم

نه وزر په اور سوځیږی، نه په پښو کی می ځی خار

نه د اور د لمبی ویره، نه د خاره څخه تښتم

ډبرین میدان وماته د مور غیږی غوندی ښکاری

پر ډبرو کاڼو خیژم، د کناره څخه تښتم

که د مرګه آواز راسی، د میدانه څه نه درومم

«تپاند» چیری که بیا ومرم، د مزاره څخه تښتم

نویسنده: هفته

هفته

مطلب پیشنهادی:

کندهار

کندهار د تاریخ په اوږدو کی

کندهار ښار په شمالی عرض البلد کی پروت دئ. د لوی سکندر نه را په دی خوا (هیرودوتس) یونانی مؤرخ د اراکوزیا په نامه په خپلو آثارو کی یاد کړیدئ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *