Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / لوی صوفی شاعر رحمان بابا
رحمان بابا لوی صوفی

لوی صوفی شاعر رحمان بابا

عبدالهادی تپاند|

رحمان بابا پیښور ته څیرمه د بهادرخان د کلی په یوه علم پروره کورنئ کی زیږیدلی دی. پلار یی عبدالستارخان نومیده چه دخپل قوم مشر وو. په ټبر غوری خیل وو. 

 دزیږیدو نیټه یی پوره څرګنده نده توپیر سره لری، په یو ځای کی ۱۰۱۸هجری قمری او بل ځای ۱۰۴۲ښوولی دی. په هرصورت دی د خوشحال خان، ارزانی او میرزا خان انصاری معاصر وو، چه په خپله هم داسی اشاره کوی :

د (میرزا) د (ارزانی) دعوه به پری کا

قدر دان د شاعرانو رحمان راغئ

خو اشرف خان هجری وایی چه رحمان بابا د (۱۱۰۰)کلونو تر منځ یو پوخ او تکړه شاعر ګڼل کیږی. دی د یوه پوخ کلام څښتن وو. 

 د رحمان بابا شخصیت یو فقیر طبع، ملنګ او صوفی مشربه پښتون وو. دده څو ځلی داسی یادونه سویده؛ چه دده کورنی بډایه نه وه او دی که ناداره هم نه وو خو ده د دنیا سره یی مینه نه درلودله بلکه یو غریب او درویش صفته انسان تیر سویدی. په خپله هم داسی وایی چه :

څوک را کاندی قسم په کردګار

 زه درهم او دینار نلرم په کور کی

که درهم لرم په کور کی یا دینار

ولی ټول خلک می بولی دنیا دار

هم په دا چی نه له ځایه چیرته خوځم

نه دهیڅ یوه مخلوق یم منت بار

بل ځای لیکی :

که می څوک په فقیری شمیری فقیر یم

که می څوک په امیری شمیری امیر یم

د رحمان بابا د خوند نه ډکو اشعارو د پښتو ادبیات پوره غنی کړیدی او دده د اشعارو د زیرمی څخه یوازی یو دیوان را پاته دی. دده ډیر اشعار بی ځایه سویدی چه موږ ځنی خبر نه یو. لکه څنګه چه دده د زیږیدنی په برخه کی پوره معلومات نسته په هم دی ډول د مړینی نیټه یی هم څرګنده نده. د پټی خزانی لیکوال محمد هوتک دده مړینه ( ۱۱۱۸ ) هجری قمری کال ذکر کړیدی

په داسی حال کی چه درحمان بابا د اشعارو په یوه اړخ کی د شاعلم خان یا دونه سویده خو شاعلم خان د ( ۱۱۲۴ ) په شا او خوا کی اوسیده. بله دا چه دده په شعرونو کی د ګل خان او جمال خان دور د پیښو یادونه کړیده، داسی څرګندیږی چه تر ( ۱۱۲۳) پوری یی ژوند یقینی دئ. د یوی بلی لیکنی په اعتبار ددغه صوفی شاعر ژوند تر ( ۱۱۳۸) پوری اشاره سویده یعنی تقریبا اوه اتیا کاله یی ژوند کړیدی. په هره توګه رحمان بابا ټول پښتانه دیوه صادق او ښایسته شاعر په څیر پیژنی، کوڅه په کوڅه، کور به کور او کلی په کلی دده شعرونه په ډیر خوند او رنګ اوری او لولی. دده په اشعارو کی ډیر ځلی د پند او نصیحت متلونه کار سویدی حتی د دین عالمان او خطیبان د هغه نصیحتونه د سپیڅلو مرغلرو په څیر به مسجدونو کی لولی او ګټه تری اخلی. ملنګان او درویشان ډیره مینه ورسره لری. او ځوانان یی د منګی او رباب سره په مجلسونو کی زمزمه کوی.

شعرونه یی حقیقی او صوفیانه دی. دین ته یی تر دنیا ترجیع ورکړیده لکه چه په خپله وایی:

 رحمان هسی بی وقوف سوداګر نه دئ

 چه د دین متاع بدله په دینار کا

د رحمان بابا دیوان د پښتنو د پاره په خاصه توګه دیوه منلی او باوری کتاب په څیر حیثیت لری. ټول پښتانه دده پر دیوان خپل بخت او فال لټوی او هغه ته خاصه عقیده لری. نو ویلای سو چه د پښتنو د پاره رحمان بابا د حافظ شیرازی غوندی ښکاری. دده شعر روان، سلیس، ساده او د خلکو په ژبه ویل سوئ دئ له دغه جهته و زړونو ته لار پرانیزی.

 رحمان بابا دینی زده کړی هم کړیدی. د فقی او تصوف علوم یی د حاجی بهادر خان او عبدالله کوهاټی نقشبندی څخه پلاس راوړیدی. رحمان بابا په خپل ژوند کی همداسی د نورو عالمانو څخه د تصوف دلاری درسونه اخستی او هم یی شاګردان روزلی دی چه دده څخه یی د علم فیض اخستئ دئ. لکه چه وایی: 

 هم پند اخلم هم پند وایم و هر چا ته

 زه د ځینو یم مرید د ځینو پیر یم

په بل ځای کی داسی یادونه کوی :

زه رحمان په خپل اشعار شکر ګزاریم

چه دا هسی رنګ دیوان می دئ موندلئ

دده د ویلو څخه ښکاری چه دده دیوان دده په خپل ژوند کی لیکل سویدئ، نو دا چه دده نور اشعار ولی ندی راغونډ سوی معلومات نسته.

د خپل شعر یادونه داسی کوی :

هسی زیب کا په بیاض د رحمان شعر

 لکه زلفی د خوبانو په رخسار

د رحمان وسوزان شعر ته حیران یم

چه یی اور بل سوئ ندئ په دیوان

 دنورو شاعرانو او لیکوالو له نظره رحمان بابا او دده شعر داسی ځلیدلئ دئ:

په (۱۸۶۲) زبږدیز ګال جنرال راورټی د ډیرو پښتنو شاعرانو پیژند ګلوی کړیده، لکه میرزاخان انصاری، خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حمید مومند، اشرف خان هجری، قادرخان خټک، کاظم خان شیدا، احمدشاه ابدالی او نور. دی لیکی چه د رحمان بابا شعر د پښتنو شاعرانو ترمنځ خاص ځای لری. شعر یی اخلاقی، تصوفی او مذهبی ریښه لری. دی زړونو ته نژدی او منل سوی شاعر دئ.

د رحمان بابا وه دغه خبری ته قادر خان خټک جواب وایی:

دا څه ژوند دی چه یار نه وینم په سترګو

زه رحمان په جهان سترګی غړومه

قادر خان :

 دا ګمان د زړه نه وباسه همدمه

 چه بی تابه ستر ګی وچی کړم د نمه

پیرمحمد کاکړ په ډیره مینه دده دشعر داسی ستاینه کوی :

جوړ په شعر کی رحمان غیب السان دی

په دا څیر نشته هرګز د انسان شعر

د شمس الدین کاکړ اشاره هم د یادولو وړ ده :

 و به نه رسی و شعر ته د رحمانه

 که هر څوک کوی هوس د افغان شعر

د رحمان بابا مزار د هزارخانی په حظیره کی پروت دئ. په دا ورستیو کی د هغه پر مزار ښکلی ودانئ جوړه سویده او ډبر لیک یی دافغانستان د ادبی ټولنئ لخوا.

لیکل سویدئ. د ډبر لیک یوه نمونه داده :

چه مجنون غوندی په مینه کی صادق یم

 رحمان وایی پر هغو باندی سلام

دغه رنګه دده په زیارت کی دیوی کتاب خونی موجودیت هم سته. زیارت یی د خاص او عام په خاصه توګه دده د مینانو د زړه د حال او راز نیاز ځای دئ. چه دده سره د شعر په ژبه د زړه خواله کوی. 

زما په یاد دی چه موږ د ښونځی لمړئ ټولګئ دده د شعر په دغه نعت شروع کولی:

که صورت د محمد نه وای پیدا

پیدا کړی به خدای نه وای دا دنیا

دده پیژند ګلوی په لاندی شعر پای ته رسوو.

چه له تا سره په سر کاندی سودا

بل به نه وی هسی ما غوندی شیدا

نه به ما غوندی شیدا وی په جهان کی

نه به تا غوندی دلبر شی بل پیدا

ما په صبر تا په جور و جفا وکړه

ولی نه شی د ژړا په ځای خندا

وی دا ستا له مخی کون دی که مکان

 ښه تو ښه می نه په داشی نه په دا

 جدایی به دی هیڅ رنګ قبوله نکړم

څو می نه وی روح کالبد سره جدا

زه یو نه یم درست جهان په تا مین دئ

که پاچا دئ د دی دهر که ګدا

زه په خپله په تا نه یم مین شوی

ستا له رویه په ما شویده ندا                 

زه په تا باندی مین یم له ازله

نه چه کړی می نن ورځ ده ابتدا

چه دا ستا دعاشقی په تیغ شهید شم

د رحمان غاړه به هله شی ادا

بیشتر بخوانید:

حبیب عثمان

نویسنده: هفته

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *