قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / د تاريخ پانه، د هيواد نوميالي او اتلان
میرویس نیکه

د تاريخ پانه، د هيواد نوميالي او اتلان

عبدالهادی تپاند

نگارشِ به زبان پشتو

ميرويس خان هوتک

ميرويس خان هوتک د افغانستان د کندهار په ښارکي په ۱۶۷۳ میلادی کال کي زيږيدلي دي. پلاریی ښاعلم خان هوتک نوميدي او مور يي نازو توخي وه چه يوه باتوره، نوميالئ او دينداره ميرمن وه. دا د ساخيل خان ملخي توخي لور وه. شعري سليقه يي درلودل. دغه لاندي ښايسته څلوريځه د دي د کلام نمونه ده :

سحر ګه وه د نرګس ليمه لانده

څاڅکي څاڅکي يي د سترګو بهيده

ماويل څه دي ښکلي ګله ولي ژاړي

ده ويل ژوند مي دي يوه خوله خنديده

عبدالعزيزخان هوتک، عبدالقادرخان هوتک او يحي خان هوتک د هغه وروڼه وه. د جعفرخان ابدالي د لور ( خان زاده) سره يي واده کړي وو.میرویس

د نازو انا کورني او د دي زوي ميرويس خان، لمسئ شاه حسين، شاه محمود او لمسئ ميرمن زينب

د پښتو ژبي شاعران وه. سره له دي چه د نازوانا د کورني تسلط او حکمراني لنډه وه مګر په سياسي

اجتماعي او فرهنګي ساحو کي مثمريت ډير څرګند وو.

د افغانانو په سياسي او ټولنيز ژوند کي يي ديوه تحريک زړئ را زرغون کړ چه د دوي د پاچاهي تر ختميدو  وروسته په سيمه کي د افغانانو د اقبال ستوري په ځليدو سره لوي احمدشاه بابا د افغانستان د جوړيدو په لاره کي متين ګامونه پورته کړل.

په خواشيني سره چه دغه باتور افغان په ډيره ځواني يعني دوه څلويښت کلني کي وفات سويدي

د ميرويس خان هوتک پلار د غرزيو د توکم لار ښود وو. په دغه وخت کي وو چه ميرويس خان ته انديښنه پيدا سوه چه هيواد يي د ديش زرو بهرنيو لښکرو له پلوه اداره کيدي چه دا د پارس د صفويانو او هندي بابريانوله لوري يو دروند پيټي وو چه د افغان اولس پر اوږو پروت وو. له دغه ځايه ميرويس خان د خپلو خوارو ورو اولسونو يو ځاي کولو ته لستوڼي رابډ وهل په دغه لاره کي يي ډير کړاوونه وګالل هلي ځلي يي وکړي څو ځلي يي داسي کړه وړه د صفويانو له دربار سره پيل کړل چه ګرګين په خپله ميرويس خان ته د کندهار د ښار د چارو واګي او اختيارات وسپارل. ميرويس خان په ډير تدبير او هوښياري سره د خپلو اولسونو تر منځ يوالي پيدا ګړ او د ابداليانو سره يي اړيکي دوستانه وه. څو د اولسونو د جنګياليو په مرسته يي بلاخره د پرديو ځواکونو واکمني ړنګه او ملت يي د دغه کړاو څه وژغوري ورسره د هند د بابريانو ټغر هم ټول سو.

ستر ملي مبارز الحاج ميرويس خان خپل د واکمنئ لمن تر غزني او سليمان تر غرونو وغځوله او د خپل واکمني ږغ يي په داسي حال کي پورته کړ چه څه ناڅه دوه نيم سوه کاله افغانستان د پرديو په منګولو کي وو. کله چه دي د حج د فريضي څخه راستون شو نو يوه لويه جرګه جوړه سوه ( ۱۷۰۹زيږديز کال)

د مانجي په سيمه کي چه د ګډون کونکو په غوڅ اکثريت ميرويس خان د ملي قايد په توګه و جرګي ته د منلو وړ وګرځيدئ.

نوموړي تاريخي جرګه د افغانستان د لومړنيو جرګو څخه وه د هيواد مخور ملايانو، ابداليانو، غلزيو، تاجکو، هزاره وو. بلوڅو او نورو مشرانو په ګډون ديوه غښتلي ځواک په توګه پر يوه ټغر راټول سول. د دي پاڅونه پايلي بريالي تر ازمون راووتي چه د هيواد د آزادئ او د اولس د يو موټي کيدو موجب وګرځيدي. پايله دا سوه چه په هيواد د يوه خپل واک اولسي حکومت بنسټ کښي ښول سو. د ويلو وړ ده که ووايو تر موږ دوه اتيا کاله ورسته فرانسي انقلاب او يوملي حکومت منځ ته راغئ.

ميرويس خان هوتک يا ميرويس نيکه د هغه لومړيو شيبو څخه د پادشاهي تاج پر سر نکړ، او ويل يي چه زه ستاسو يو خادم او خدمتګار يم. ده د خپل اته کلني خدمت په دوران کي د هيواد د آبادي او يو موټي کيدو د پاره ډيري هلي ځلي وکړي، او د بهرنيو يرغلګرو لاسونه يي دخپل اولس دستوني خلاص کړل و خپلو کشرانو ته به يي ويل چه د صفويانو، مغلانو او نورو پرديو په مخ کي سپر واوسي پرينږدئ چه وطن مو بيا ټوټي ټوټي شي. برسيره پردي چه د ده ترمړيني ورسته د چا لاسونه پرينښودل سول چه راوغځيږي بلکه دده زوي شاه محمود هوتک تر اصفهانه د خپلي واکمني لمن وغځول او ټولي چاري يي په خپل لاس کي واخستي.

د هوتکو د حکمرانئ دربار د کندهار و لويديځ پلو ته دغره په لمن کي د زاړه ښار يا نارنج ماڼي په نامه ياديږي پروت دي چه اوس يي لږ نښانئ آبادي پاته دي.

په خپله د حاجي ميرويس نيکه ( دا د نيکه لقب د ډير احترام له کبله ورته ويل کيږي ) هديره

د کندهار د ښار د کوکران په سيمه کي پرته ده، اوسنئ معماري ګنبده په ۱۳۱۱ لمريځ کال

د کندهار د پخوانئ نايب الحکومه وزير محمدګل خان مومند په امر د دوو تکړه معماران وروڼو

يعني نعيم خان او لعل محمد خان په همت داحمد شاه بابا د مقبري به څيرپه سايز کي يوه اندازه

وړه اعمار سويده

د ننګ ټوټه به مي هر هډ وي

 که پسله مړيني پر مزار راشي مينه

حبیب عثمان

مطلب پیشنهادی:

د پستو د هنر او ادب هنداره

د پستو د هنر او ادب هنداره

اختر به بیا په ژوند کی راسی دکرونا ریښی دی خدای ژر ورکوینه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *