Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / عبدالباری جهانی د شعر په نړئ کی یو سرکښه شاعر
عبدالباری جهانی

عبدالباری جهانی د شعر په نړئ کی یو سرکښه شاعر

عبدالهادی تپاند |

 

شعر و ادب زبان پشتو

حبیب عثمان: طوری که می‌دانیم کشور افغانستان متشکل از اقوام مختلف چون؛ تاجک، پشتون، ازبک، هزاره، بلوچ و غیره است. زبان‌های ملی اففانستان؛ دری، پشتو، ازبکی، نورستانی و بلوچی است. اما زبان عمومی افغانستان همان دری و پشتو است که گوینده‌گان سایر السنه‌ها به از یکی از این دو زبان آشنا هستند. چون درین شهر برادران پشتون ما نیز زنده‌گی می‌کنند و از جمله خواننده‌گان مجله هفته استند بنآء در صفحه آریانا مجله هفته ازین بعد بعضآ مطالبی از ادبیات زبان پشتو را نشر خواهیم نمود، تا خدمتی را برای پشتو زبان‌های ارجمند خویش انجام داده باشیم.

جناب «عبدالهادی تپاند» نقاش و شخصیت فرهنگی جامعه افغان مونترال، مطلبی را به زبان پشتو ارسال نموده که تقدیم شما هموطنان ارجمند می‌شود.

***

عبدالباری جهانی د عبدالاحدخان زوی دی. دی په کال ۱۳۲۷هجری شمسی د کندهار د ښار د بامیزو په کوڅه کی زیږیدلئ دئ. دینی علوم یی دملا نورمحمد اخند څخه په وړکتوب او نوی ځوانی په کلونو کی زده کړیدی. لمړنی او منځنی زده کړی یی دکندهار د میرویس نیکه په لیسه کی پای ته رسولی دی.

نوموړی وایی چه دوړکتوب اوځوانئ اولی شیبے می معمولا د نورو همزولو په څیر په عادی توګه تیری سوید. پلاریی د یوه منځنی کار او بار سوداګر وو. د میرویس نیکه دلیسے د دوُلسم ټولګئ تر فراغت ورسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو په پوهنځئ کی یی د تاریخ او جغرافیی څانګه په کال ۱۳۵۱کی په بری سره پای ته ورسول. په هغو کلونو کی معمولا د پوهنتون ترخلاصیدو ورسته به د سربازی دنده پرځای کیدل نو جهانی صاحب هم د نوموړی دندی تر سر کولو ورسته د پښتو ټولنی په اداره کی په کار پیل وکړ. همدغه رنګه د څه مودی د پاره د کابل مجلی د مدیر په توګه دنده درلودل. د هیواد ته د چوپړ له مخی دوه کاله دپوهنی د وزارت په چوکاټ کی یی کار کړیدی.

جهانی په ۱۳۶۰کال کی د نورو سرګردانه افغانانو په څیر دجنګ او روسی تجاوز په سبب خپل هیواد پریښاوه او پاکستان ته مهاجر سو چه تر دوه کاله پوری هم هلته پاته سو. د مهاجرت شپی او ورځی نوری هم اوږدے سوے او نوموړی ورسته بیا د امریکا متحده ایالاتو ته کډه وکړل. د څه وخت د پاره د امریکا ږغ په راډیو کی د ویاند او ژباړن دندی پرمخ یوړلے. په دغه ورستیو شپو ورځو کی زموږ د هیواد اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه وظیفه پای ته ورسول.  

جهانی چه دپښتو ژبی یو تکړه او منلی شاعر دی، شعر یی تر ډیره د طنز په ژبه د خپل اولس غمونه

دردونه او ناخوالی په ډیره خوږه ژبه انځور کړیدی. څه د پاسه (۲۰) جلده کتابونه یی په چاپ رسولی دی چه بیلګی یی دادی: په اورونو کی سندری، کوه طور، شپیلئ غربی گلونه شرقی لمنی، تاریخی څیړنی،  ادبی پلټنی،د سباوون په تمه دپښتو شعر هنداره، قومندان، دپښتو شعر هنداره، ورکه مینه، پایکوب، راز ونیاز، کوثر، معراج، فردوس، پند او عبرت، دخیام رباعیات (ژباړه)، دهرات پښتانه او ستره لوبه (تاریخی اثر)، بګهت کبیر دپښتو په بڼ کی (د اردو شعر ژباړه)، دفولکلوری نکلونو لنډ تحلیل (څیړنیز اثر)، دپښتو په سر او تال کی دغربی سندرو شرنګ او نور.

پاته دی نه وی چه اکثره تکړه سندرغاړو دده شعرونه په خوند او مزو سره ویلی دی. زموږ دهیواد ملی سرود د همدغه پیاوړی شاعر اثر دی.

د ده په شعر کی اکثرآ زموږ د ملی کلتوری میراث متلونه په یوه خاص انداز کی ځلیدلی دی. د طنز په ژبه د عبرت نه ډکی کیسی دجهانی په شعر کی یوه ځانګړے لار پرانیستی ده.

په رښتیا سره عبدالباری جهانی د شعر په ډګر کی یو سرکښه او نه تسلیمیدونکئ شاعر دی. د ده شعر هیڅ کله و زور او زر ته ندی تسلیم سوی، په شعر کی یی د نااهله زور واکانو او ځواک مندانو ستاینه نده کړی. دا چه د جهانی شعر څرنګه د شعر په ډګر کی سرکښی او بغاوت کوی ښه بیلګه یی په لاندی نظم کی زما د ادعا څرګندونه کوی :

محشر

شیخه مه راځه محشر دئ مځکه سوځی آسمان سوځی

خم له اوره سره چوی پیاله سوځی پیمان سوځی

دسکروټو محجرونه دسینو ګرداب ته لویږی

په دوږخ کی پای کوبی ده څپه سوځی توپان سوځی

دسوما له خومه اخلی نوش په نوش ورستی جامونه

د زردُشت لحد اور واخست خرقه پوش زاهدان سوځی

مهارت د علم غواړی په محفل چه ورګډیږی

د پخوا رندانو ځای دی سست مذهب او ایمان سوځی

دا مسلک د خرابات دی په هرخم کی خرابی ده

حریفان پکی غرقیږی ساقی سوځی رندان سوځی

بدمستان دی هیاهوی دی توبی دم په دم ماتیږی

چغلئ ورغلے محراب ته توبے سوځی شیخان سوځی

د مطرب ګوتی نڅیږی له شهبازه لمبی څاڅی

څوک تازه محفل ته راغئ چه بورا ورته ځان سوځی

عقل لاره ورکه کړی د جنون غیږی ته لویږی

د جنون حکم چلیږی دانا سوځی نادان سوځی

(جهانی) لاره یی څاره هسی نه چه سره ورک شئ

زمانه په زړه کږه ده قول سوځی پیمان سوځی

 

جهانی صاحب د واشنگټن ترڅنګ د امریکا د ویرجینیا په ښار کی استوګنه لی. کله چه می تیر کال د دوستانو په یوه مجلس کی ولیدئ هم هغسی صمیمی، مهربانه او د مینی ډکه طبع لری مجلس یی خوږ او په زړه پوری وی.

لیکنه او ترتیب: عبدالهادی تپاند

 

نویسنده: هفته

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *