قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
خانه / عمومی / آریانا / ښاغلۍ عبدالباری جمال؛ ځلاند لیکوال، ژباړونکۍ
دغه ښاغلۍ عبدالباری جمال نومېږی په کال ۱۳۲۶ ه ل کال د کندهار

ښاغلۍ عبدالباری جمال؛ ځلاند لیکوال، ژباړونکۍ

عبدالهادی تپاند|

افغانستان زموږ ګران هیواد هر وخت د تاریخ په اوږدو کی د هنر او ادب د ډګر مینان روزلۍ او درلودلۍ دی. له دې کبله مو هیواد ډېره غنی او بډایه هستی درلودلې ده. خو په خواشینۍ سره باید ووایو چه دغه ورستی څلورلسیزی موږ په هیواد کی نوموړې بډایه شتمنی د لاسه ورکړېده یعنی دا چه ناخوالو او د جنګ ورانو ویجاړ حالاتو زموږ دغه ادیبان او د هنرڅښتنان د هیواد پرېښودلو ته مجبور کړیدی، مګر دا د خوشحالۍ ځای دۍ چه زموږ د هیوادوالو په زړونو کی د وطن مینه نده بدله سوې. د نړۍ په هر ګوټ کی چه  اوسیدلۍ دی د هنر او ادب په برخه کی د څراغ په شان ځلېدلۍ دۍ او د افغانستان او افغانانو د پاره په پراخ لاس او ګرم زړه لیکنی او هنری آثار په میراث پرې ایښی دی چه دا د هیواد د پاره ډیره ویاړلې او د قدر وړ شتمنی ده. زموږ د دغه یادونی په بیلګه غواړو چه د دنیا په دغه لیری کنج یعنی د کاناډا د هیواد د ټورنټو د ښار اوسیدونکۍ یو دغسی تکړه افغان، ځلاند لیکوال ،ژباړونکۍ، تاریخ لیکونکۍ او څیړونکۍ چه په لس ګونه ټوکه کتابونه ېې چاپ کړی او په دغه ډګر کی ېې د قدر وړچوپړ کړۍ دۍ. ورسره دزړه خواله ولرو.

 دغه ښاغلۍ عبدالباری جمال نومېږی په کال ۱۳۲۶ ه ل کال د کندهار د ښار په دوهمه ناحیه د عمران د کوڅې په یوه علمی او متصوفه کورنۍ کی پیدا سوۍ دۍ. نیکه یې مولوی عبدالواحد مفتون په کندهار کی د خپل وخت د مثنوی دیوان پیژندل سوۍ ځیړونکۍ وو، د شمس الدین کاکړ شعری دیوان د ده قلمی اثر چه دکابل د پښتو ټولنی دهم دغه اثر له مخی چاپ او تکثیر کۍ د نوموړی اثر وو، همدا اوس د کابل موزیم په خطی نسخو کی خوندی دۍ.

عبدالباری جمال لومړنۍ زده کړی د کندهار په مشرقی لیسه کی ترسره کړی چه بیا د احمدشاه بابا لیسه یی په کال ۱۳۴۷کال پای ته ورسول. د لیسې تر فراغت د مخه د خپلی ادبی مینی له مخی یی د کندهار د طلوع افغان د ورځپاڼی سره قلمی همکاری درلودله چه د دغی سلسلې لومړنۍ لیکنه یو مضمون د ده په قلم خپور سو، همدا د ده د ادبی تلاښونو لومړنۍ ګام وو. د ده مینه او ذوق د ښوونځۍ پر مضامینو سربېره د اجتماعی مضامینو د لوستلو سره ډیره پیدا سوې وه؛  چه همیشه به یی د پښتو او دری ژبی کتابونه لوستل.

Aviron

 

دغه ښاغلۍ عبدالباری جمال نومېږی په کال ۱۳۲۶ ه ل کال د کندهار

د محمد ګل نوری د ( ملی هنداره ) کتاب د دوی دکور د کتابونو زینت وو. په فارسی ژبه کی ( بینوایان، قرارداد اجتماعی، جنګ و صلح، ماهی ګیر و دریا او ځنی نور ناول کتابونه لوستله همدغه ډول د جواهرلال نهرو اثر (نګاهی به تاریخ جهان) چه نوموړی ډیر ارزښت ناکه بللۍ ډیره استفاده کړېده. په پښتو ژبه کی د پوهاند علامه حبیبی د پټی خزانې لرغونۍ او ډیر لوړ اثر یی هم لوستې دۍ. د پښتنو تاریخ او پښتانه د تاریخ په رڼا کی دا دواړه کتابونه چه پوره تاریخی ارزښت لری مطالعه کړیدۍ. دغه ښاغلۍ په خپل کورنی کتاب تون کی د پښتنو د تاریخ، ادبیات او شعر په اړه څه د پاسه دوه سوه ټوکه کتابونه زېرمه کړیدی.

ښاغلی جمال صاحب په هغه لومړیو کی یعنی د ښوونځۍ او لیسې د شاګرد په توګه په کنفرانسونو کی فعاله برخه اخستل چه خپل لیکلی مضامین او د نورو شاعرانو شعرونه به یی لوستل. د هغه کلونو په دوران کی به په دغه کنفرانسونو کی د بیلابیلو مناسبتونو د ورځو لمانځ غونډی به کیدلې او په هره دغسی غونډه کی به یی ګډون کاوه. علاوه د دې ادبی ذوق د ښوونځۍ په ټولو مضامینو کی به همیشه لومړۍ او دوهم بریالۍ مقام ترلاسه کاوه.

ښاغلۍ راته څرګنده کړه چه نشریات او تبلیغات د اولسونو د اذهانو د تنویر د پاره ډیره مؤثره وسیله ګڼی نو د دې اصل له مخی په ټولنه کی د لیکوالانو ارزښت او مقام ته د قدر په سترګه ګوری ځکه وایی چه هغوی د ټولنی لوۍ مسؤلیت پر غاړه اخستۍ دۍ. د دغو ادبی هلو ځلو په دوران کی په ۱۳۴۶کال د طلوغ افغان د ورځپاڼی د لومړنی ښاری خبریال په توګه دنده تر سره کړېده او د ورځپاڼی دپاره یی ډول ډول ادبی، ټولنیز او انتقادی مضامین لیکل. د کندهار مجله همدغه ډول د نوموړی په مضامینو غنی کیدل.  چه اکثرأ به یی د نورو بهرنیو ژبو څخه پښتو ته ژباړل. وختونه داسی راغلل چه دی د لیسې څخه فارغه او کابل پوهنتون ته راغلۍ خو د لیکوالۍ مینه یی هغسی ګرمه پاته سول ترڅو د افغانستان د پښتو ټولنی د نشراتی اورګان (زیری) سره یی همکاری شروع کړل. د ده د لیکلنو لمن د انیس ورځپاڼی، ژوندون مجله او کاروان اخبار تر مخونو پوری وغځېدل. د هغه وخت د غوښتنو په اساس یی د هندوستان د سینما د وتلو ستورو سره د مرکو لړۍ شروع کړه همدا ډول د کاروان د اخبار د پاره هم د هغه وخت پر ژوند د لاسی صنایعو اثراتو د راپورونو سلسله پیل کړې وه. دغه وخت یی په کابل کی د پولیسو اکاډمی ولوستل چه په ۱۳۵۰کال فارغ سو، چه د ماموریت ټوله لسکلنه دوره یی د کورنۍ چارو په وزارت کی تیره سوې ده په دغه موده کی چه کله د نوموړی وزارت د تعلیم او تربیی غړۍ وو د راډیو افغانستان د ( پولیس د ټولنی خدمتګار) د پروګرام او هم د اړونده مجلې د پاره مضامین تهیه کول.

دغه ښاغلۍ عبدالباری جمال نومېږی په کال ۱۳۲۶ ه ل کال د کندهار

ښاغلۍ جمال په بهرنیو انګلیسی او جرمنی ژبو پوهیده له دی کبله به ډیر ځلی په اړونده مسألوکی د وزارت په نمایندګی غړیتوب درلود. په خاصه توګه چه به کله کم بهرنی و ګړی غوښتل د افغانستان د هستوګنی تابعیت ترلاسه کی. نوموړۍ لیکوال په خلاص لاس د دری فارسی، اردو، انګلیسی او جرمنی

ژبو څخه په ګټی اخستلو ژباړی ته هڅه کړېده. 

ښاغلۍ چه د خاصی طبع څښتن دۍ. د افغانستان او نړۍ د تاریخ همدغه رنګه د لیکلو او لوستلو سره مینه لرۍ. هری لور ته سفر خوښوۍ او د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه کړیدی. په دغه ترڅ کی د طبیعت دښکلا ډیر خوند اخلی.

عبدالباری جمال د مخه تر دې چه هیواد پریږدی ورستۍ دنده یی د کابل ولایت د پاسپورټ د څانګی آمریت وو چه د دې چوپړ او خدمتونو لړۍ دننه په هیواد کی په ۱۳۵۷کال پای ته ورسیدل مهاجر سو او تر نن پوری ادامه لری. د ښه بخته به ووایم چه ښاغلۍ د هیواد د ټولو ناخوالو سره سره تراوسه پورۍ

د افغانستان د تاریخ او فرهنګ سره نه هېرېدونکې مینه لرۍ، چه په دې لاره کی تر خپله توانه کار کړۍ دۍ.

په کاناډا کی چه کله میشت سود ۲۰۰۶-۲۰۱۱ زیږدیز کلونوپه دوران کی یی د «وانکوور» د ښار د کاروان تلویزیون د اجرایوی بورډ غړیتوب کړۍ دۍ. چه بیا ورسته تر ۲۰۱۴کال پوری د ټورنټو د ښار د افغانانو د اتحادیی د پښتو او دری پروګرامونو د تهیه کولو مسؤلیت پر غاړه درلود. دا یوه د خوښۍ خبره ده چه نوموړۍ د وخت په ګټی اخستلو سره څه د پاسه اتیا مقالې په دواړو تلویزونونو کی خپرې کړی دۍ چه دا ټوله د افغانستان د تاریخ او کلتور په هکله وې.

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام توئیتر

دلته به د ښاغلی جمال د ځینو خپر سوو آثارو په هکله یادونه وکو:

  • د طلوع په پاڼو کی د پیاوړی لیکنی (پښتو).
  • د جنګ په میدان کی د سولی فکر (پښتو)
  • د فورډ موټر مخترع، هانری فورډ سوانح ژباړه (پښتو).
  • د کابله تر شیرخان بندرپوری رساله (پښتو ).
  • د کندهار د زاړه ښار لنډه تاریخچه رساله (پښتو).
  • هنر معماری و صنایع دستی افغانستان در در پنجاه سال قبل از امروز (دری).
  • ره آورد سفر هندوستان (دری).
  • مولوی عبدالواحد کندهاری (دری).
  • تاریخ چه رادیو افغانستان (دری).
  • انجمن دانش ګهواره، چاپ کتاب در تورنتو (دری).
  • سابقه اهل هنود افغانستان (دری).
  • تدوین رسالهٔ تحت عنوان؛ تجلیل از میراث های فرهنګی و کلتوری افغانستان (پښتو، دری و انګلیسی).

ښاغلی عبدالباری جمال پنځوس کاله وړاندی واده کړۍ یوه میرمن، پنځه اولاده او د څلورو لمسیانو څښتن دۍ. الحمدالله چه ټول اولادونه یی په ثمر رسولی چه هر یو د خپل ځانګړی ژوند درلودونکی دۍ.

په دې ویاړی چه د ژوندون معنوی پانګه یی ۶۰۰ ټوکه پښتو، دری، انګلیسی کتابونه دی.

نویسنده: هفته

مطلب پیشنهادی:

معماری افغانستان

ورستۍ دوه نیمی پیړۍ او د افغانستان معماری

د معمارۍ هنر په رښتیا چه د ټولنی د مدنیت څراغ دۍ. زموږ په هیواد کی د نوموړی هنر ډیری نښی تر

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *