قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
خانه / عمومی / آریانا / ورستۍ دوه نیمی پیړۍ او د افغانستان معماری
معماری افغانستان

ورستۍ دوه نیمی پیړۍ او د افغانستان معماری

عبدالهادی تپاند|

د معمارۍ هنر په لومړیو کی د پخسې یا (دای)، خامو خښتو، خټی، پروړ او لرګیو څخه په کار اخستلو

رواج درلود. ورسته د پخو خښتو، ګچ، اهاک، ریګ، ډبرو، سمنټ، لرګیو او سیښو و کارولو ته مخه

سوه. نن ورځ د وخت له اړتیا له مخی د ګاډر، اوسپنیز سیخونو، سمنټو، پخو خښتو او سیښی څخه

کورونه او لوی ساختمانونه جوړوی.

د معمارۍ هنر په رښتیا چه د ټولنی د مدنیت څراغ دۍ. زموږ په هیواد کی د نوموړی هنر ډیری نښی تر

سترګو کیږی. د بیلګی په توګه د ګوهر شاد، بالاحصار، د اختیارالدین کلا، د هرات جامع مسجد، د غور د جام منار چه د (معمارۍ او افغانی بنایی یو شاهکار دۍ). د غزنی منارونه، د هډې تاریخی آثار، د لرغونی بلخ تاریخی ځایونه، د هلمند د بُست کمان او داسی نور. چه په غور، بامیان، کندهار، هرات او ځینو نورو ښارونو کی د یادولو وړ دی.

اوسنۍ عصری معماری د لوی احمدشاه بابا په وخت کی را شروع سوې ده او د دې هنر بنسټ ایښوونکۍ کندهاری معماران وه. اوس هم په کندهار کی د ښار یوه کوڅه د (بنایانو کوڅه) په نامه یادیږی او اوسیدونکی یی د احمد شاه بابا د وخته تر ډېره پوری د نوموړو معمارانو د هستوګنی کورونه وه (دغه کوڅه هم زما د زېږېدلو ټاټوبۍ دۍ).

Aviron

 

د کابل د بالاحصار د بیا رغونی د پاره ځنی کندهاری بنایان د احمدشاه بابا د لوری کابل ته ولیږدول سول چه د دغه بالاحصار شاهی ماڼۍ، چه په خپل وخت کی د ختیځی معمارۍ ښه بیلګه وه ورغوی.

د امیرعبدالرحمن خان د سلطنت په وخت کی د کابل په ده افغانانو کی د شاهی ارګ ماڼۍ د کندهاری بنایانو د لاس نښی دی. دغه ډول د جهان نما د بڼ تعمیر د بلخ د خلم په ولسوالی کی هم د کندهاری معمارانو د کارونو بیلګی دی. پاته دی نه وی چه لوی احمدشاه بابا په ۱۱۶۹ ه س کال د کندهار ښار د نوی پلا زمینی د جو ړیدو دپاره په  ۶۰۰جریبه مځکه کی د یوه نوی او عصری ښار ډبره کښیښوول. د ښار پر شا او خوا یی لویه کلا چه شپږ لوی دروازې درلودې را وګرځول او د کلا په دننه کی د ارګ دربار، د حکومتی چارو جلا جلا څانګی بازارونه او د هستوګنی کورونه اعمار کړل چه د هغه وخت مختلفی قبیلې او قومونه پکښی میشت وه.

د نوموړو کندهاری معمارانو یو هم استاد یاسین وو چه د خپلو دوو زامنو استاد پاینده او استاد عبدالرحمن په ملتیا د شاه په امر د کندهار د ښار د آبادۍ چاری پرمخ بوتلې چه د هغه وخت د معمارۍ ډیری بیلګی اوس هم موجودی دی لکه: په خپله د احمدشاه بابا مقبره، د خرقې مبارکی جامع مسجد، د شاه جامع مسجد، د میر هزار جامع مسجد، د سردار مدد خان جامع مسجد او د زرغونې انا د زیارت تعمیریی ښکاره نښی دی. نوموړې معماری په ډیر مهارت جوړ سوی لوړ لوړ پوښښونه، ښایسته کنبتی او په ګچو میناتوری سوی، ښکلی محرابونه دی. د ښار په منځ کی يوه لویه څلور لارې یا چارسو چه په لوړه ګنبده پوښلې وو او پر سر یی یو مسجد او څو کوټې موجودی وې رغول سوی وه.

نوموړی معماران پر مهندسی چارو سر بیره په نقاشی، میناتوری او پر دیوالونو او محرابونو د ګچو په

وسیله ښکلی منبت کارې تر سره کولې. همدغه ډول د پل جوړولو، پلچکونو، د اوبو د سیفونو او بندونو

د بڼ او تفریح ځایونو او عصری کرونو په جوړولو کی پوره لاس درلود. د کمان، طاق او ګنبتې په جوړولو

کی د دوی استعداد د قدر وړ دۍ اکثرآ پخوانۍ معمارۍ په یوه لوړ او غټ طاق او ګنبتی شکل پوښل سوی دی. د کندهار هوایی ډګر چه په کال ۱۳۴۲کی امریکایانو جوړاوه د کندهاری معمارۍ څخه په الهام اخستلو یی نقشه کړۍ دۍک چه ډیره ښایسته او ځانکړې نما لرې. د یاد او یادګار څلۍ هم داسی بیلګی دی، په کندهار کی د میا صاحب مناره او نور.

د دغو کندهاری نومیالیو معمارانو لاس د (تاج محل ) په آبادۍ کی هم ور غځېدلۍ دۍ؛ استاد احمدخان او

زوی یی د یادولو وړ دی دغه د هند او افغانستان معمارۍ یو دبل سره نژدې رنګ اخستۍ دۍ. د بنایی چارو دپاره د مصالې جوړول او ترکیب کی یې لوی لاس درلود د نوموړی فورمول څخه په دواړو هیوادونو کی استفاده کیدل.

د نوموړو معمارانو دسلسلې ورستنی او زموږ د عصر اوسیدونکی معماران استاد یاران، استاد نصرالله خان

استاد نعیم خان معمار باشی، استاد لعل محمد خان معمار باشی او هم دغه رنګه د استاد یاران زامن هر یو؛ حبیب خان معمار باشی، غلام محمد معمار باشی، او مهندس تاج محمد خان وه. د نعیم خان زوی محمد حسن چه څه وخت د کندهار ښاروال وو. د لعل محمد خان زامن دوست محمد خان او کشر زوی انجنیر علی احمد معمارزۍ او لمسۍ یی خیرمحمد معمار باشی دۍ.

د نوموړو استادانو د معمارۍ بیلګی د میرویس خان مقبره چه د احمد شاه بابا د زیارت طرح په نسبتآ کوچنی سایز کی، د کندهار د عیدګاه جامع مسجد دروازه سره، په نوی ښار کی، په هرات دروازه کی د شهیدانو یاد د میوند په ولسوالی کی د شهیدانو منار، د عیدګاه لویه جاده او اکثرآ سوداګرو ماڼۍ او شخصی کورونه دی.

د یادولو وړ ده چه ووایو ښاغلی نعیم خان معمار باشی د احمد شاه بابا ګنبده چه تخریب سو یوه په ډیر مهارت بیرته په پخوانی بڼه ورغول. 

 د کندهار د منزل باغ ماڼۍ، د احمد میوندی مزار، د کدنی جامع مسجد او نور داسی ډیری بیلګی دی.

که لږ شا ته نظر وکړو کله چه تیمورشاه پلازموینی کابل ته کډه وکړه د کندهار څخه یی استاد یاسین

او زامن یی د استاد مراد خان په مرسته د کابل بالاحصار او پخوانی کابل ښار په رغونه کی وګمارل.

د دوی د کار بیلګی د عاشقان او عارفان زیارت، د تمیم انصار زیارت، د نور الاسلام مسجد، پخپله

د تیمورشاه مقبره ، د تیمور شاه د پاره د تفریح ځایونه او د درباریانو د پاره ښاسیته بنګلې آبادی کړیدی.

امیرعبدالرحمن خان څرنګه چه په تعمیراتی چاروکی مینه درلودل نو د ده په امرڅلویښت کسه معماران

کابل ته راوستل سول تر څو ځنی بنایی چاری تر سره او شاګردان و روزی. نوم وړو معمارانو د باغ بالا ماڼۍ، د شهرآرا برج، اعمالات خانه ،د میلمه خونی ماڼۍ (د کابل ولایت)، د جلال آباد د شاهی بڼ، د ژمنۍ پلازمینی د پاره با شکوه بڼ ورغول. د امیرحبیب الله خان او امیرامان الله خان په وختونو کی نوموړو معمارانود هیواد د معمارۍ په چارو کی ډیره برخه واخستل. استاد جلال او استاد ولی محمد و. لغمان ته ولیږل سول او هلته یی د سراج کلا آباده کړه، استاد یعقوب خان د جلال آباد په ښار کی د حبیبيې بڼ او سپین غرهوټل، سراج العماره، د شهزاده غلام حیدر بڼ، شیشم باغ، حمامونه، پلونه او پلچکونه او د سلطان پور ماڼۍ چه هر کال هندواڼ او سیکان پکښی کلنۍ مېلې کوۍ اعمار کړل.

همدغه ډول د استاد یعقوب خان کندهاری تل پاتی کارونو څخه د کابل دشاهی ارګ د دلکشا ماڼۍ،

قصر علیا یا د صدارت ماڼۍ ستور ماڼۍ، د جبل السراج د برښنا د بند بناوی، د غازی بند او نور دی.

د برښنا د بند اړوند د تعمیر په چارو کی د کابل نور معماران لکه استاد عبدالغیاث خان او استاد بسم الله

خان ګډون درلود. نور د یادولو وړ معماران لکه استاد پاینده، خلیفه عبدالقیوم، باز محمد، استاد باقی، استاد جلیل، خلیفه حیدر، اکبر او فقیر جان، استاد ولی، خلیفه عبدالوهاب کابلی او خلیفه خوشدل وه.

 

 

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام توئیتر

د امیرامان الله خان د دورې استاد غلام الحیدین د هرات ښار ته ولیږل سو څو هم د معمارۍ چاری

تر سره کړی  او هم شاګردان وروزی.

په کابل کی استاد بسم الله خان، تاج الدین خان او استاد کریم خان د علم جهل او استقلال د منار په

جوړولو مؤظف سوی وه. په دغه عصر کی د جرمنی مهندسین د کندهاری او کابلی معمارانو په

ملګرتیا د پغمان د قصرونو، د دارالامان او تاج بیګ د ماڼیو په جوړولوکی برخه واخسته.

فقیر محمدخان، محمد حیدر او محمد اکبر د امانی دورې معماران وه او د نادرشاه تر وخته یې

فعالیت درلود. د جنګی کلا، د دفاع د وزارت ماڼۍ او د بالاحصار ځنی برخی په آبادۍ کی معمار

بسم الله خان برخه اخستې وه.

د دغی ځلانده دورې کندهاری معماران شیر محمد خان او اختر جان وروڼه، استاد دلاور، استاد

علی او مشر حاجی پیر محمد د یادولو وړ دی. همدغه ډول د ظاهر شاه د دورې کندهاری نامور

معماران؛ خلیفه نعیم جان معمار باشی چه د استاد یاسین په کورنۍ پوری اړه لری او ورسره د ده

ورور لعل محمد خان معمار باشی تل پاتی کارونه تر سره کړی دې.

کندهار ملکی روغتون، کندهار هوټل، میرویس نیکه لیسه، باغ پل ماڼۍ، په فراه او چخانسور کی ځنی ساختمانونه او د احمد شاه بابا د لیسې تعمیر چه په خپله  داودخان د مفکورې په اساس اعمار سویدۍ.

هغه چه زموږ څخه تللی دی روح دې ښاد  او یاد دې همیشه تازه وی.

لنډیز او ژباړه : د عبدالباری جمال کتاب څخه

نویسنده: هفته

هفته

مطلب پیشنهادی:

د افغانستان خونین انځور

شاعر: عبدالباری جهانی|

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *