قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
خانه / عمومی / آریانا / د افغانستان خونین انځور

د افغانستان خونین انځور

شاعر: عبدالباری جهانی|

خدای ته ده معلومه چه آسمان په زړه کی څه لري

تندر دۍ، برښنا ده چه باران په زړه کی څه لري

موږ خو سمندره! ستا څپوته بېړۍ خوشی کړه

ګورو به نصیب ته چه توپان په زړه کی څه لري

زه او جانان دواړه په پوهیږو خو څه نه وایو

تیری کیسې وایی رقیبان په زړه کی څه لري

ما ته د خوبونو تعبیرونه سرچپه ښکاري

خپل یوسف پوښتمه چه زندان په زړه کی څه لري

ما یې تر جامو لاندي د وینو رنګ لیدلۍ دۍ

سپین یی دۍ اغوستۍ قصابان په زړه کی څه لري

پلونه د غدیو د کاروان په لار کی وینمه

اوړي پر پیچمو چه ساروان په زړه کی څه لري

موږ شهیدو وینو ته په ساندو ورځي ستړی کړې

شپې لرو په مخ کی چه خونیان په زړه کی څه لري

نن دی جهانی د غزل توری اړولی دی

ګوره چه په پای کی به داستان په زړه کی څه لري

د افغانستان د نه تمامیدونکي غمیزی انحٔور په خاموشه تصویر او گویا شعر کی ولولی.

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام توئیتر

Aviron

نویسنده: هفته

هفته

مطلب پیشنهادی:

د شعر په ژبه د زړه ډک انقلابی شاعر؛ مطیع الله تراب پښتو شاعر

ده د شعر ژبه د کوزی پښتون خوا د سېمی را شروع کړیده، کله چه هلته اوسیده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *