قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
کرونا ویروس
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / پښتون شاعر؛ د ګیلا مان وزیرستانی د زړه خواله او درده ډک
شعرونه پشتو

پښتون شاعر؛ د ګیلا مان وزیرستانی د زړه خواله او درده ډک

عبدالهادی تپاند |

د ګیلا مان وزیرستانی د زړه خواله او درده ډک شعرونه:

پرون لیلا داسی په چل ول ګیله کوله

ویل خفه نشی څه داسی یی کیسه کوله

چه ته شاعر یی خود مینی کیسې نه پیژنې

د محبت شنې سرې رنګینی کیسې نه پېژنې

یوه ورځ خو دا زما شینکی خالونه یاد که

یا می چشمان یا می د سرو شونډو سرونه یاد که

یامی دتورو زلفو ول په ول تارونه یاد که

یا خومی چیری د بنګړیو مړوندونه یاد که

چیری یو دوې کیسې زما په تور اوربل ولیکه

یو دوی زما پر نرۍ غاړه څه غزل ولیکه

چه زه ډاډه سم چه په ما پوری سندری لیکې

چه زما د سپینی خولې وړې وړې خبری لیکې

چه کله وستایې زما د مخ سورخی لالیه

بیا دی منمه هر یو شعر او شاعری لالیه

Aviron

 

ما هم په غوڅو غوڅو شونډو ورته مړه وخندل

زړه خومی نه کېده په زورمی په ډک زړه وخندل

ما ورته وویل لېونۍ دا ستا ګیله په ځای ده

زه یی منم دا ستا هره یوه ګیله په ځای ده

دا هم منم چه ستا دا حسن د ستایلو وړ دۍ

هر یو انداز دې په غزل د یادولو وړ دۍ

خوزه څه وکړمه پښتون یمه حیا را درومی

قسم په خدای که می په خوله د عشق تپه رادرومی

څنګه یې ولیکم ضمیر اجازت نه راکوی

ماته د وران وطن تصویر اجازت نه راکوی

چه شنه خالونه لیکم شنه لوګۍ باروت را یاد شی

هغه دکلی د جومات د بمبارۍ دود می  را یاد شۍ

دځلمی ورور هغه تودې تودې وینی می زړه ته راشی

هغه د پلار پر مخ پرتې وینی می زړه ته را شی

نو زه به څنګه دغه ستا د مخ سورخی یادوم

پر مخ پرتې خاوری د خوار یتیم بچی یادوم

اوس زه دا ستا د شنو بنګړو ډک مړوندونه یاد کم

که د ځوانانو په لاسوکی ځنځیرونه یاد کم

اوس ته او خدای چه به دا ستا نخرې نازونه یادکم

که ها د کونډو ، برومندو فریادونه یاد کم

اوس زه دا ستا د تورو زلفو تور تارونه یاد کم

که د افغان ملت نه ډک تور زندانونه یاد کم

دنګه ځوانی چه یادوم بیا دا خیالونه راسی

دستی می زړه ته ړنګ کنډو کنډو کورون راسی

خیال ته می هلته لوټی لوټی بازارونه راسی

نو بیا می خیال کی د کور ړنګ ړنګ دیوالونه راسی

زموږ په لر او بر افغان څه قیامتونه جوړ دی

په هر یو کلی ، هر یو کور کی ماتمونه جوړ دۍ

موږ ته په هره ورځ د سلو زیاد قبرونه جوړ دی

د جنازو نه موسم لوی لوی قطارونه جوړ دۍ

د کلی پیغلی د بیلتون په رنځ رنځوری ژاړی

دلته په هر یو کور کی دوې درې کونډی بوری ژاړی

ستر یی مات د بل په کورکی دا مزدوری ژاړۍ

ټکری یی پاته وۍ په منډه ځی سرتورۍ ژاړی

بچیان مو ګرځی په کوڅو کی خیراتونه غواړی

په یو ډوډۍ پسې د ښار واړه کورونه غواړۍ

اوس دا هر څه په اوږو یوسم ستا اوربل یاد کم

د یتیمانو ژړا پریږدم ستا خندل یاد کم

اوس ته او خدای چه ستا نتکۍ او دا چارګل یاد کم

که بل اورونه پیښور او په کابل یاد کم

سم د ځوانانو پر لاشونو باندی پښې واړوم

سم په دی سوی اندامونو باندی پښې واړوم

ما ته د خپلو شهیدانو وینی زور راکوی

د خړ کمر شاعران پل په پل پیغور راکوی

چه د شهید ارمان د قبر تصویرونه وینم

چه د موره کی  په دعا اوچت لاسونه وینم

نو په دې خپلی بې وسۍ په چغو چغو ژاړم

د پښتون قام په بر بادۍ په چغو چغو ژاړم

لاخومی ارتی تڼۍ ټول دښمنان ګرځی

زه ورته ګورم د نقیب تور قاتلان ګرځی

ما د طاهر داوړ د سوی بدن پور وانه خیست

ما بیا تر ننه بدل دګران هارون نور وانه خیست

ما لا دخپل قام ننګیالی ځوانان ګټلی ندی

ما د عارف غوندی کمکی ځوانان ګټلی ندی

لیلا ما و بخښه خالونه،  اوربل څنګه یاد کم

ستا نرۍ غاړه او اورشیندی چارګل څنګه یاد کم

تر څو چه وانه خلم د دغو شهیدانو بدل

د کونډو برو ځوریدلو یتیمانو  بدل

تر څو چه ونه کړم تپوس د نړېدلۍ وطن

ها د باروتو په اور وریتی سوځېدلی وطن

زه چه بیا بیرته خپل غیرت او ایمان ونه ګټم

تر څو چه هغه حلال سوی مشران ونه ګټم

زما نه مه کوه لیلا د شنو خالونو طمع

دا ستا په حسن د غزل او د شعرونو طمع

لیلا یو سوړ اسویلۍ وکړ بیا یی دا وویل

په عاجزۍ غریوه ډک زړه په ژړا وویل

اوف ما معاف که ګیلې بس که ګیله منه یاره

دلر او بر افغان اولس په درد دردمنه یاره

شعر پشتو آریانا

نوې غزل

زموږ وژنه، ځورونه دینداریده

خو د ( وردۍ )خلاف خبره غداریده

د لر اوبر جمات، ښوونځۍ کافران

خو مسلمانه د هیرا دا منډیی ده

پښتون چه حق غواړی یا مرګ یایی زندان سزا ده+

« خړ چای جواب »

هند پنجاب، چین پنجاب، انګریز ورونه زومان دی

خو صرف سور کافر د لر او بر وروریده

د کلیمې په نوم دی ټول عمر دوکه کړی خلګ

خو پالیسی خو دی بدتر تر فرنګی ده

د وطن کونډی یتیمان نه وینی؟ شونډی ستایی

دا ګیلا مان څه زبردسته شاعری ده

یو والۍ

چه د هر ځایه مسلمان یی زما زړه یی زما ځان یی

مسلمان څه چه ته انسان یی ماته ګران یی قدر دان یی

ته دا یو ه خبره زده کړه زما کم عقله وروره

ته پښتون که خان، پټان یی خو په خټه یو افغان یی

په دنیا کی هر یو یو جیز تر خپله حده قیمتی وی

یو پښتونه خوار خو ته یی چه له هر شی نه ارزان یی

آخ پښتونه له آدمه تر دې دمه په لړزان یی

هم قاتل یی هم مقتول یی په خپل ځان پوری حیران یی

ها چه تل د لر او بر د یو والی سندری وایی

رښتیا وایی ؟ ته هغه اسد خیلو ګیلامان یی

یادونه :

په بخښنی سره که چیری په لفظونو او کلماتو کی کمه غلطی سویوی ځکه ما دا شعرونه د ده دویل

او دیکلمه سوی ژبی څخه را نقل کړیدی څرنګه چه دا ګیلا مان پښتین +دبری پښتنوخوا د د وزیرې وروڼو څخه دۍ نو د ده تلفظ  د سیمی په لحاظ یو څه بل شانتی دۍ او زه به کله پکښی حیران سوم چه څه ولیکم اګر چه دیو شاعر په قول:

ښه پښتو وایه دلبره که هر څو وی لر اوبره

هرڅه وایی وایه وایه ! معشوقه می ښه راستایه

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام توئیتر

نویسنده: هفته

مطلب پیشنهادی:

معماری افغانستان

ورستۍ دوه نیمی پیړۍ او د افغانستان معماری

د معمارۍ هنر په رښتیا چه د ټولنی د مدنیت څراغ دۍ. زموږ په هیواد کی د نوموړی هنر ډیری نښی تر

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *