قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / تکړه او خوږ ژبۍ هنرمند بشیر کندهارۍ
بشیر کندهارۍ

تکړه او خوږ ژبۍ هنرمند بشیر کندهارۍ

عبدالهادی تپاند |

خرابات دی خدای ودان لری تر ډیره

په ویل د ده له فیضه رندانه یمه

ساز او سرود او د موسیقی ټنګ ټګور یو ښکلۍ ږغ چه زموږ ترغوږو رارسیږی، د کلونو کلونو په اوږدو کی یی زموږ زړه ښاد او خوشحاله ساتلۍ دۍ. کندهار او د کندهاریانو موسیقی خپل ځانته ځانګړۍ رنګ او خوند لری. کندهار په خپله غیږ کی ډیر تکړه او خوږ ژبی هنرمندان روزلی دی، چه همیشه یی زموږ  مجلسونه او بانډارونه رنګین کړیدی خاطرات او خواږه یادونه یی همیشه راته پاته دی.

په هر وخت کی د خپل وخت تکړه سندر غاړی هم په مسلکی او هم آماتور او شوقی لحاظ را څرګند سویدی.

پخوانی او اوسنی سندر غاړی د څلویښتمی لسیزی رانیولی تر ننه پوری څه ناڅه چه زما را په يادیږی دڅو تنو نومونه به دلته ولیکو :

هنرمند بشیر کندهارۍشاه محمد یا شاه زاده، امیر محمد د ارغنداب، ساګزی ماما، ماشول استاد، د قادری سرویس چلوونکۍ عبدالخالق استاد، ولی محمد کندهارۍ، مجید آغا، عبیدالله کندهارۍ، شریف رووف کندهارۍ، یونس آغا، کاکا غفار، آغا محمد یا آغا ګۍ، سید محمد، محمد اعظم، د کاریزک نصرالله، عبدالحمید کندهارۍ او هم دغه ډول آماتور او شوقی هنرمندان هم ډیر ځلیدلی دی لکه ډاکټر محمد صادق فطرت ناشناس، ډاکټر صمد فیروز، د راډیو افغانستان سلیم کندهارۍ، ثانی رحیم بخش یا قیوم جان، ثانی همآهنګ یا عبد الرحمان جان، رحمانی، بشیر کندهارۍ، عبالخالق عزیز، فتح محمد، عبدالاحد پیغام، سرور آغا، نیاز محمد او نور.

کندهاریان په ځانکړې توګه د موسیقی سره ډیره مینه لرۍ. بانډارونه او د خوښۍ مجلسونه یی همیشه په موسیقی سینګار کړیوی، له دی کبله دوی د غسی پروګراموته د ( شوق) نوم ورکوی کله چه په ښار کی به شوق جوړ وو د کلو او ولسوالیو څخه به مینه وال راتلل په ښادیو، ګډو میلو، نوی کال او د آزادۍ د ورځو د تجلیل په مناسبت به داسی بانډارونه ډیر ګرم وه. د جشن دلومړۍ ورځی حتیٰ د هغه نه هم څو ورځی مخ کی  به دا میلی او سازونه شروع سوه له د رسمی څانګو کمپونه به هری لور ته غوړیدلی وه  د موسیقی پروګرامونه به شپه تر سهاره جوړ وه په هر کمپ کی به یو یا څو هنرمند په خپل نوبت سندری او بدلی ویلی. هری لور ته به تختونه پراته وه، پر کټونو به سندرغاړی ناست وه او د آواز مینان به په ډیر شوق غوږ وه. د چینی چاینکی او پیالې به د شیدو چایو یا شنی او تورو چایو ډکېدې خالی کېدې دا به هره شپه تر سهاره دوام درلود. ترمنځ به اوریدونکو د خپلی خوښی فرمایشونه هم ورکول او سندرغاړو به په مینه مینه ورته زمرمه کوله کله به هم د هنرمندانو آواز په لوډسپیکر کی داسی راغۍ چه ویل به یی ( ځوانانو کښینۍ چه زموږ شوق تر سهاره دۍ ) د موسیقی مینانو دا خبره د خدایه غوښتل چه شپه په موسیقی سبا کړی. خراباتی ځوانانو به غاړه اوږده کړه او هنرمندانو ته به یی بخششی ور ولیږل هغوی د نورو د تشویق د پاره په لوړ آواز ږغ وکی چه: راز محمد د کاکو د پنجوایی پنځوس اوغانۍ بخششی وکړه کور یی ودان. د عمومی بڼ فضا به د سندر غاړو په رنګارنګ سندرو رنګینه وه. د هری لوری به د موسیقی آواز راتلۍ چه دا به د بلبل او کرکانو د آوازو سره یو ځای بدرګه کیدل. نو دا ټول د هغه شپو ورځو خاطرات وه چه زما را په زړه کیږی.

اوس چه خبره د کندهار د موسیقی سوه ښه دۍ چه یو تکړه او خوږ ژبۍ کندهارۍ هنرمند در وپیژنو :

دا یو د ښه ږغ خاوند سندرغاړۍ بشیر کندهارۍ نومیږۍ.

دۍ د سلطان محمد زوی دۍ چه په  ۱۳۴۰ کال د کندهار په ښارکی زیږیدلۍ دۍ لومړنۍ او منځنۍ زده کړی ېې د کندهار په ښار کی پای ته رسولی دی په ۱۳۵۸کال د احمدشاه بابا د لیسې څخه بریالۍ سوی دۍ. د پښتو ادبیاتو څانګه یی د کابل پوهنتون د ژبی او ادبیاتو  پوهنځۍ کی سرته رسولی ده. تر فراغت ورسته یی لومړۍ دندی یی په رادیو افغانستان او د موسیقی په ریاست کی پیل کړیدی. په خواشینۍ سره چه  د ده د لومړنیو کاری تجریبو په شروع کی د کابل حالات دکورنی جنګو په وجه وران سوه لکه د نورو ټولو افغانانو په څیر، دی هم مجبور سو چه دنده او کابل یو ځای پریږدی. د ده د هنر په برخه کی باید و وایو چه د موسیقی دغه اوږده سلسله یی په لس کلنۍ کی د خپلی هنری تندی په اثر پیل او بیا د بل پلوه  د کندهار د خوندوری موسیقی د اوسنی او پخوانیو هنرمندانو او سندر غاړو د آوازونو تر تاثیر لاندی راغلۍ دۍ. کله کله یی د استادانو څخه هم د موسیقی زده کړه کړېده، چه په دی لاره کی ځان د ټول خرابات شاګرد بولۍ په تیره بیا استاد هاشم. د کندهاری هنرمندانو آواز لکه: رووف کندهارۍ، عبیدالله کندهارۍ، شاه محمد او ولی محمد ډیر خوښوی.

Aviron

 

د موسیقی رنګارنګ د ږغولو سره علاقه لری خو هارمونیه په خوند ږغولای سی. د شعر په انتخاب کی هم ډیر ځیر کوی د پښتو ژبی منل سوی شاعرانو شعرونه غوره کوی لکه: میرزا حنان، ملا عبدالمنان آخوند، حمید بابا، بریالۍ، او عبدالخالق صادق شعرونه زمزمه کوی. کله چه یی کم شعر پر طبیعت ښه ولګیږی ورته کمپوز په خپله جوړوۍ په هیواد کی د ننه او د باندی په ډیرو بهرنیو هیوادونو کی کنسرټونه جوړ کړیدۍ اکثرآ د ختیځی اروپا هیوادونه، ایران، پاکستان، متحده عربی امارات او نورو څه د پاسه ۱۳ هیوادونو د موسیقی په کنسرټوکی ګډون کړیدی.

د موسیقی په برخه کی د ده نظر دادۍ چه وایی؛ هر هنرمند باید په کلاسیک موسیقی پوه وی، ځکه دا د موسیقی د زده کړی د پاره یو تهداب او اساس جوړوی. د موسیقی هر مقام یو ځانګړیتوب لری حتیٰ د یوی سندرۍ او غزل ویلو وخت او ځای هم په نظر کی باید ونیول سی.

بشیرجان د غزل موسیقی سره ډیره مینه لرۍ. د غزل نامتو او تکړه استادان؛ ښاغلۍ استاد سر آهنګ، استاد رحیم بخش، استاد نبی ګل، استاد شیدا بیا ځلی نه تکراریدونکی هنرمندان دی. د پاکستانی او هندی د غزل استادان هم خوښوی.

بشیرجان کندهارۍ په لومړیو ورځو کی په راډیو افغانستان کی د رسمی دندی د سرته رسولو سربیره دخپلو سندرو د ثبت کولو د پاره هم لیچی را نغښتی وه او د دری سوه په شا او خوا کی یی سندری زیرمه کړیدی. د تلویزیون دلاری یی هم یو سل او پنځوس پروګرامه د دیرې مجلس تر عنوان لاندی، مره کې، کنسرټونه او د ویدیو کلیپونه جوړکړیدی. د یوې خبری څخه چه ګله من دۍ وایی په افغانستان کی د موسیقی د پاره خاصه توجه نه ده سوې. کله کله که یو هنر پروره چار واکۍ د موسیقی و هنر ته د چوپړ هڅه وکی هغه د خپل ځایه بدلیږی را بدلیږی. نن یو سبا بیا بل یو راغلۍ وی. د اطلاعاتو اوکلتور وزارت په مرکز کی هم دا ناندرۍ غاړی غاړی پره تې دی. تاسو ته معلومه ده چه هنر په خاصه د موسیقی هنر داسی یو پدیده ده چه باید په بنیاد کی د هغه و روزنی او پالنی ته پاملرنه وسی هنر تر مادی مرستو مینه ور کولو او نازولو ته اړ تیا لری، په دې کار کی د چارواکو خاصه توجه په کار ده. تر هرڅه د مخه د موسیقی د زده کړی د پاره ښوونځیو په لومړیو کی باید د دی کار د پاره هڅه وسی تر څو په خاصه افغانی موسیقی د پاره یو اساس او پوخ تهداب ایښودل سوۍ وی. څرنګه چه هنر د ژوندانه هنداره ده. نو اولسونه علاقه لری ځان په دغه هنداره کی و وینی. د اولسونو د زړه خواله د یوه هنرمند په وسیله که څه دا ده آواز له لاری یا د انځورګر د ګوتو هنر یا شعر، تیائر، سینما او تلویزیون وی. اولس ته د دغه لاری په  وسیله خدمت کولای سی.

د یادولو وړ ده چه یوازی یو ځانګړۍ سټیج د ځوانانو د روزنی په مخه هغه هم د کاله یو ځلی بس نه کوی هغه هم د یوه پلوه د سراسر افغانانو د پاره لاس رسۍ نه کیږی او یا هم خاصی ننګونی دی چه نه پریږدی د یوه تکړه او ښایسته هنرمند آرزونه وسی. ځنی ناوړه معیارونه دی چه د هغه په وجه د هنرمندانو په غوراوی کی نا برابری موجوده ده بیا هم د دې مشکلاتو سره سره یو ښه خبر دا دۍ؛ چه د کابل پوهنتون په چوکاټ کی د ښکلو هنرونو پوهنځی د ستایلو وړ کار ګڼی لږ تر لږه د موسیقی څانه خولری هم دغه رنګه د موزیک لیسه د پوهنی د وزارت په تشکیل کی ورسره ځنی کورسونه او کله نا کله

د موسیقی ځانګړی پروګرامونه د ستاینی وړ هڅی دی.

په آخره کی د افغانی ښایسته موسیقی دلا ښه پرمختیا په هیله.

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام توئیتر

نویسنده: هفته

هفته

مطلب پیشنهادی:

روز جهانی زبان مادری ۲۱ فوریه

به حُرمت زبان مادری

همه‌ی کودکان فارغ از این که کجای جهان باشند، حقِ خواندن و نوشتن به زبان مادری خود را دارند...

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *