قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / زما د اتل د ژوند رښتینې کیسه
عبدالهادی تپاند مونترال کانادا

زما د اتل د ژوند رښتینې کیسه

عبدالهادی تپاند |

د دیارلس سوه شپېتمی لسیزی لومړی کلونه وه، په هیواد کی مو تازه د جنګ اورونه بل سوی وه. د وخت چارواکو د سرتیرو په کرښو کی د لا جلب د پاره په ډول ډول بهانو ځوانان و عسکری خدمت ته کشول. چه اکثرآ د وطن بچیان په جنګ کی د مرګ د اژدها په خوله کی لویدل څو. بختور به وه چه د جنګه به سالم و کور ته راستنیدل. ډیری کورنی د غم پر کمبله کښیناستې او بی د سر د سړیو یی د ژوندانه ترخې شپې سبا کولې. د دغی ډلی څخه یوه هم زما په ګاونډ کی د دغه سی کورنۍ کیسه ده. څرنګه چه د جنګ په وجه د لیری ښارونو او کلیو څخه ورځ تر بلی و پلازموینی ته د هری لوری کډی را روانی وی. زما څنګ ته زما د خوښینی کور می یو چاته په کرایه ورکړ، چه د کور مشریی د کابل په شور بازار کی د ګلدوزی دکان درلود. فکر کوم چه د مزار شریف د سرپل اوسیدونکی وه.

Aviron

 

کورنۍ یی دوه د لږ عمر هلکان او دوې کشری نجونی درلودې. مرسته می ورسره وکړل د کور مشر زوی مو ښوونځۍ ته داخل کړ. څه وخت ورسته د بده مرغه دی یی د ښوونځۍ څخه بیرته وایست او په دکان کی یی د ګلدوزی او نورو چارو باندی یی بوخت کړ. د دوی د هستوګنی خونی زموږ خواته نژدې وې نو ځکه د ګلدوزۍ د ماشین آواز به موږ ټوله ورځ اوریدۍ چه د کور میرمنی یی د کور د کار او اولادونو د روزنی تر څنګ د ګلدوزی مرسته هم د خپل سړی سره تر سره کوله ژوند یی په نسبی توګه بد نه وو. یوه ورځ بده پیښه دا وه چه د جلب او جذب چاری نوری هم ګړندۍ سوې ور سره جوخت د احتیاط دوره هم پیل سوه. د ښار په هره ګوښه کی چه به ځوانان په لاس ورتلل په زور به و « کنډک تجمع » ته بیول کېدل او د هغی لوری به د افغانستان د هری نقطې د جنګ و لومړۍ کرښی ته استول کیدل.

یوه ورځ چه زما ګاونډۍ د خپل دکانه د کور په لور را روان وو، د جلب د سرتیرو په لاس ورغۍ بیله دې چه کورنۍ په خبره وی نوموړۍ یی د تجمع مرکز ته او ده هغه ځایه چه ډیره موده مرسته یی د کور غړۍ په خبر سول کندهار ته د جنګ د پاره لیږلۍ وو. د کورنۍ د غمیزی حالات له دغی ورځی بیا پیل سوه کورنۍ یی بی سر پرسته پاته سوه او د بل پلوه د سر تیرو د مکلفیت او احتیاط دوره دیوه کال څه دوه او د دوو څه درې او د دري څخه څلور کالو ته وغځیده د کور مشر تر څلورو کالو پوری په کندهار کی پاته سو.خو د ښه بخته د جنګ د حالاتو ژوندۍ راووت. د اولادو او میرمنی ژوند ورځ تر بلی د پریشانۍ سره مخامخ کیده. پدغه ترڅ کی د کورنۍ نیا یا د مور مور خپل لور او لمسیان د ځان سره مزارشریف ته بوتلل او د کډی څه سامان یی زموږ کوره امانت پریښا وه. نژدې دوه کاله ورسته نوموړې میرمن په داسی حال کی چه ډیره سخت ناروغه وه د خپلی مور سره زموږ کورته راغلل دا میرمن چه د څلورو پنځو اولادو مور وه داسی معلومیدل چه د ډیر لږ عمر ده موریی ویل چه پلار یی په جنګو کی شهید سو زه مجبوره وم نجلۍ می په کم عمر کی واده کړل. په هر صورت د ناروغی حالت نور هم خرابیده د سر د درد او تبی څخه یی ډیر

شکایت درلود څو زما د یوه دوست ډاکټر په مرسته می هغه د ابن سینا روغتون کی داخله کړه تر معایناتو ورسته څرګنده سوه چه د وینی سرطان لری زه په رښتیا چه ډېر خواشینۍ سوم او فکر می وکړ چه دا هم د ژوند دکړکیچنو حالاتو اثر دۍ ځکه دیوی خوا بیکسی، ناداری او د کور د مشر نه شته والۍ دا هر څه د دغی ناروغۍ سبب ګرځیدلۍ دۍ. په ډیری خواشینۍ چه عمر یاری ورسره و نه کړه ټول امیدونه یی د ځانه سره ګور ته یووړل او ځوانی مرګه سوه.

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام توئیتر

بیشتر بخوانید:

تر کلونو ورسته دکور مشر یی د عسکرۍ څه خلاص او کابل ته راغۍ. زموږ کور ته نژدې یی یو کور ونیاوه کورنۍ یی له مزاره بیرته کابل ته راوستل خپل د ګلدوزی دکان یی خلاص کړ د کورنۍ مشر زوی چه څه موده په مزار کی په لوست بوخت وو بیا د ښوونځۍ څخه لیری د پلار سره په ګلدوزی مکلف سو یوه ورځ چه ما ولیدۍ ورته ومی ویل چه ولی دی ښوونځۍ پریښوول ده وویل چه پلار می نه پریږدی، زه ورغلم د پلاره سره می خبری وکړې او هیله می ځنی وکړه چه د ګلدوزی د کار تر څنګ اجازه ورکړه چه خپلی زده کړی هم بشپړی کی تر ډیرو هلو ځلو ورسته پلار یی راضی سو خبره یی راسره ومنل چه هلک هم په دی خبره ډیر خوښ سو. دا ځل چه دۍ نوی ځوانۍ او اته لس کلنۍ ته رسیدلۍ وو. څرنګه چه ما د شاه دوشمشیری د لیسې د سرښوونکی سره پیژندګلوی درلود. له هغه می ورته معرفی کړ. سرښوونکی راته وویل څرنګه چه دی اوس اته لس کلن دی نو په اومه ټولګۍ کی یی نه سو داخل کولای او دا یو  مشکل د تذکرې دۍ نو ما فکر وکړۍ چه د یوه ځل لپاره تقلبی کار وکړم هغه دا چه؛ دی به راز پټ ساتی زه به د ده د کشر ورور چه د شپاړس کالو وو تذکره ورکړم نو سرښوونکی دا خبر راسره ومنل چه مننه می ځنی وکړل. نو زه په مستعار نوم لیکم چه دۍ « زړګۍ او کشر ورور یی ځلمۍ » بلل کیدۍ ترڅویی دۍ د ځلمی په نامه په اووم ټولګۍ کی داخل کۍ د هغې ورځی راهیسی دۍ د ځلمی په نامه یادیږی.  دا ځلمۍ چه هم یی خپل تلاښ او هم د مور او انا د دعا په برکت وو ډیر تکړه او خواری کښ ځوان ځنی جوړ سوی وو. ځکه د دکان د کار تر څنګ یی خپلی زده کړی هم په پوره همت پر مخ بیولې. پاته دی نه وی چه په دغه کلونو کی زه د افغانستان د کرنی پراختیا بانک کی په دنده بوخت وم په تش معاش ګذاره سخته وه نو یوه ورځ ځلمی ځوان راته وویل چه کاکا زه به ګلدوزی د زده کړم څرنګه چه زما د پاره دا خبره د خوند وه خوښه می سوه او بازار ته سره ولاړو د ګلدوزی ماشین او نور سامان می واخستۍ چه په دی کار سره زه سوم یو نقاش ګلدوز خو ځلمی ځوان به همیشه راسره مرسته کول  په دی حساب زه د ده منندو یه یم او دی ماته د استاد حیثیت لری. یوه خبره رښتیا ده چه وایی هنر زده که لوړ یی کښیږده یو

وخت په کار راځی  نو زه هم د دغه هنر په برکت کله چه مهاجرت ته مجبور سوم دولس کاله د دغه هنر په مرسته می ښه ګذاره وکړه. په دغه دوران کی د ځلمی پلار بل واده وکړ او دخپل خسر سره په ګډه اوسیدۍ کورنۍ یی ورسره خو کشره لوریی انا د خپلی نامرادی لور په څیر په کم عمر بیاهم د مجبورۍ له کبله په مزارشریف کی   واده کړیوه.

یوه ورځ چه نه پوهیږم په څه خبره د ځلمی د خپل پلار د خسر سره خبره ورانه سو یوه ځلمی ځوان چه په لږ عمر کی ډیری ناخوالی لیدلی وې صبر او حوصله یی پای ته رسیرلې وه. په یو دوه ویلو سره یی چاړه د سپین ږری خسر په بدن کی ښخه کړه په نتیجه کی سپین ږری روغتون ته ولیږل سو او ځلمۍ د دارالا تأدیب یا د کم عمره مجرمینو زندان ته ولاړۍ. تر څو ورځو ورسته سپین ږرۍ ومړ، کورنۍ یی د هلک سره دعوا شروع کړه یوه ورځ زه هم د ځلمی لیدو ته ورغلم او ډاډ می ورکړ چه انشاءالله خیر به سی. نو خوشبختانه چه د ده تذکره او د ښوونځۍ اسنادو له رویه دۍ زړګۍ نه بلکی ځلمۍ وو او عمر یی شپاړس کاله کیدۍ که څه هم د مقتول کورنۍ ډیر تلاښ و کی چه دا وښیی دی زړګی او د اته لس کالو دۍ په هرصورت ځلمی سره بخت یاری وکړل او لږ وخت ورسته آزاد سو زه په دی خوشحاله وم چه دغه د لوړ همت او کلک هو ډ څښتن شکر دۍ دبر بادۍ د کندی څخه راوګرځېدۍ.

کلونه پرله پسې تېرېدل دغه ځوان چه د پلار سره یی اړیکی چندان ښه نه وه خپلو درسو ته ادامه ورکړه.

له بده بخته ۱۳۷۱ کال راغۍ کورنی جنګونه شروع سوه د کابل ښاریان او کورنۍ ټوله دانه دانه د سپلنیو د دانو غوندی هری لور ته و پاشل سوه چه د آخرت د ورځی په شان مو یوه لمبه احساس کړه  ښار مو په کنډواله بدلیدۍ  پرسر مو د راکټونو باران وو هر څه مو تر خاورو لاندی سوه. ورور د وروره خبر نه وو پلار د زویه خبر نوو هر څوک پر هری لوری سرګردانه او لالهانده سره ورک سوو د هغو دوستانو څخه چه په کابل ښار اوسیدل بی خبره یو سهار وختی د کوره نا امیده بی سر پناه او بی هدفه  راو وتلو هر څه مو پر خپل ځای پریښوول چه ورسته مو د کور ټول مالونه چور او تالا سوه موږ په دی فکر چه  یو دوی شپی به سر خوندی کو خو نصیب داسی چاری راسره وکړی چه دولس کاله په پاکستان کی مهاجر پاته سوو دخپلی کورنۍ او دوستانو څخه مو احوال نه درلود څه دوستان و ایران ته او نور بیا پاکستان او په د ننه افغانستان

کی وخوندی ځایونو ته کډه کړیوه، دخوښینی کورنۍ می مزارشریف ته کوچیدلی وه چه ورسته بیا پیښاور ته راستنه سوه په دغه ترڅ کی کلونه تیر سویوه. د خوښینی خبر چه مو تر لاسه کی ډیر خوشحاله سوو وروسته بیا موږ د هغوی ولیدو ته پیښور ته ورغلو. یوه شپه هغی راته کیسه وکړه راته ویویل چه یوه ورځ په مزار کی ښایسته ځوان چه ښکلی جامی یی هم په ځان کی وې پوښتنه را څخه وکړه چه ته د خاله خور نه یی ( ده زما میرمنی ته خاله ویل ) ما ورته وویل بلی مګر ما و نه پیژندې ده وویل زه زړګۍ یم د خاله د کور ګاونډۍ چه اوس می زده کړی پای ته رسولی دی او د طب پوهنځۍ می لوستې ده. هغه ډیره لیوالتیا درلوده چه ستاسی پته ورکم خو ما هیڅ پته نه درلوده صرف دومره خبره وم چه تاسی په کراچی پاکستان کی ژوند کوۍ. د خوښینی په دی خبر می ناببره می احساسات را و پاریدل اوښکی می د خوښۍ سره یو ځای سوې دا په دې چه فکر می وکړ یو وخت چه هغه ونه د وچیدو او وېرانیدو د حالت سره مخامخ وه، زما په لږ مرسته پرون وژغورل سوه  او نن یی ثمر ور کړیدۍ، دۍ زما په سترګو کی د یوه اتل په څیر وځلیدۍ ځکه دۍ په ژوند کی د ډیرو ناخوالو سره تر آزموینی بریالۍ راوتلۍ وو، د مسکنت او نادارۍ شپې لیدلی وې د مور مینه یی د سره تللې وه. د پلار د عاطفې څخه هم محرومه وو، د کورنۍ یتیمان ورته پاته وه. دا وخت چه د خپل زیار نتیجه یی څکلې وه بخت هم هره ورځ یاری ور سره کول. د مزارشریف یو نامتو کورنۍ دوستی ورسره کړیوه یعنی واده یی هم کړیوو. څه وخت ورسته چه خبر راورسیدۍ د هغه د خسر کورنۍ وه بهر ملکونو ته مهاجر سویوه او نوموړۍ د میرمنی سره یو ځای ورسره وو. څرنګه چه موږ هم په دې ورستیو کی وکاناډا ته را مهاجر سوو، یوه ورځ می د انټرنټ د لاری پیغام ترلاسه کړ چه دغه ښاغلی خوشبختانه په کاناډا کی اوسیږی که څه هم ښارونه مو ډیر سره لیری دی خو، زړونه مو د پخوا په څیر سره نژدې دی. نو په دې پیغام او اړیکو ډیر خوشحاله سوو دا داسی ښکاری لکه کلونه چه می څه ورک کړیوه او اوس می پیداکړه کله کله اړیکه ورسره نیسم او د زړه خواله سره کوو سره ومو ویل چه انشاءالله یوه ورځ به د نژدې سره وګورو اوس فعلآ خو د کرونا بلا خپره ده. دا کرونا سخته بلا ده چه یار د یاره په ژوندون جلا کوینه.

اوس ډاکټر صاحب ځلمی د خپلی میرمنی او څلورو اولادو سره د کاناډا د ونکور په ښار کی د ژوند شپی او ورځی سبا کوی. زه ده او کورنۍ ته یی د لا بریا کامیابه ژوند اوږد عمر او روغ صورت هیله لرم.

نویسنده: هفته

هفته

مطلب پیشنهادی:

حمیدمومند یا حمید ماشوخیل

حمیدمومند یا حمید ماشوخیل

حمید مومند یا حمید ماشوخیل، د پښتو ادب او  شعر يو ځلانده شاعر

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *