قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / انحٔورونه خبری کوی
عبدالهادی تپاند

انحٔورونه خبری کوی

عبدالهادی تپاند |

د کاناډا خزان

دا څه باغ، دا څه ګلشن، دا څه خزان دۍ

دا څه رنګ، دا څه چمن، دا څه باغبان دی

دا څه رنګ دۍ، څه رنګینه طبیعت دۍ 

عبدالهادی تپاند مونترال کانادادا څه ونی، دا څه پاڼی، دا څه رنګه ګلستان دۍ

څه فضا ده، څه ښکلا، دا څه هوا ده

څه سورخی، څه ژړ رنګونه، څه آسمان دۍ

دا څه غیږ د طبیعت، دا څه نڅا ده د ښاخونو

دا څه شور دۍ د بلبلو، څه رنګین نګارستان دۍ

څه غیژ غیژ دۍ د سرو پاڼو، څه ځنګل دۍ

څه رپیږی ژړی پاڼی، څه  شرشر آبشاران دۍ

څه سندرۍ، څه الوتی، څه مرغان دی

څه رنګه ده هره لوره، څه معطره یو بوستان دۍ

څه ښه خدای، څه سنګارونه، څه رنګینه یی فضا ده

څه تپاند، څه یی انځور، دا څه شعر، دا څه بیان دۍ

Aviron

 

«ناکامورا» روح ته ډالۍ

د افغان په ننګ دی وتړله ملا  

بشردوست د زمانې « ناکا مورا »

هزاران ظالم صدقه دی تر نامه سه

ناکامورا عبدالهادی تپاندتا په عشق آبادوله زموږ دنیا

تا کی څومره همت پروت وو څومره مینه

چه په خپله به دی وړل ګونۍ په شا

د افغان اولس به ستا په مرګ غمګین وی

د زهیرو زړو مرهم په رښتیا

کاشکی ستا په شانی څو بشر دوستان وای

جوړ ګلشن به وای هر دښت هره بیدیا

په رښتیا خدمت د زړونو عبادت دۍ

که مرهم ږدی څوک پر زړه د بینوا

تپاند ستا معصوم رخسارۍ انځور کړ

تل به یاد ساتی ستا مینه ستا وفا

بیشتر بخوانید:

ماشومی هیلی

که سیلاب که سمندر وو خو کښتۍ می کاغزی وه

که په عمر کی ماشوم وم خو خیالونه می شاهی وه

وړکتوب کی می رنګین وه زما د هیلو کاروانونه

ماشومی هیلی عبدالهادی تپاندزه خبر له ژونده نه وم زندګی می توپانی وه

په کښتۍ کی می لاهو کړې خپل نازک نازکی هیلی

د ساحل په امید ناست وم ټول موجونه لیونی وه

څه رنګینی می وې هیلی وړکتوب که ځلمی توب وو

څه خزان په ژوند را کښیووت که دا تندر آسمانی وه

ماشوم توب معصومی هیلی د ځوانۍ خواږه یادونه

اوس د برق په شانی درومی سرګردانه زندګی وه

که سیلاب د اوښکو جوړ کی بیابه نه وی ځلمی توب زما

تش د ریګو پرمخ کرښۍ انځورونه می پانی وه

سپینی وریځی پر مخ راغلې سترګی هم افسرده ښکاری

تپاند دا منزل تۍ کړۍ وړکتوب که یی ځوانی وه

 

د وطن مینه

د وطنه چه راورک سوم لور په لور یم

دلته هلته زه دخلګو د پیغور یم

ظالمان او حاکمان واړه ړانده دی

د وطن مینه عبدالهادی تپاند مونترال کاناداد اولس په غم څوک ندی، زه دلخور یم

د وطن مینه می تل پر زړه را اوری

بی وطنه یم سوه ځلۍ سوی سکور یم

پره دی ملک کی دانسان به څه عزت وی

زه عاجز یم بی ګناه، په ګناه تور یم

ټول وطن می یتیمان سوه میندی بورۍ

د دې غم د لاسه څنګه به سمسور یم

څنګه شرم دۍ څه ننګ و ما افغان ته

خپلی خاورۍ شړل سوۍ زه په زور یم

زه تپاند هم وم څښتن د خپلی مېنی

په ازل کی داسی نه وه چه بی کور وم

 

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام توئیتر

نویسنده: هفته

هفته

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *