قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / محمد معصوم هوتک؛ د پښتو ادب او تاريخ د کاروان يو بل روښانه څراغ
زبان پشتو

محمد معصوم هوتک؛ د پښتو ادب او تاريخ د کاروان يو بل روښانه څراغ

عبدالهادی تپاند |

محمد معصوم هوتک تکړه ليکوال، څيړونکئ، ژباړونکئ او شاعر د نن څخه ۷۲ کاله وړاندي يعني په ۱۳۲۶ هجری شمسی کال کي د کندهار د ښار د ملا ګلداد په کوڅه کي زيږيدلي دي. د پلار نوم يي حاجي محمد هوتک دي. د وړکتوب او دنګي ځوانئ په شيبو کي يي ديني زده کړي، د خپل چاپيريال او کورني مشرانو څخه تر لاسه کړيدي. لمړنئ او منځنئ زده کړي يي د ميرويس نيکه په ليسه کي پاي ته رسوليدي. ورسته لمړي د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځئ او بيا پوليتخنيک پوهنځۍ هم پيل کړه چه د څه معاذيرو له رويه و نه کړاي سواي چه هغه زده کړي تر سره کړي.

 د زده کړي په ادامه د کندهار د عالي دارالمعلمين او د کابل د ادبياتو او ژبی پوهنځئ په لوړه درجه سره پاي ته ورسول. خو ده هڅه هيڅ کله د زده کړي څخه لاس وانه خيست او دا مينه ورسره ملګريوه و ټولني ته دچوپړ په پيل کي دکندهار د مشرقي ليسي په چوکاټ کي د استاد په توګه دنده شروع کړل. د ۱۳۵۸کال ورسته د کابل انصاري ليسي ته تبديل او تر دوو کالو د پاره يي هم هلته وظيفه اجرا کول تر څنګ يي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر آژانس د پښتو په څانګه کي هم کاري کاوه چه بيا په هم دغه اداره کي په رسمي توګه په کار لګيا سو. پاته دي نه وي چه هوتک صاحب دښونځۍ او پوهنتون د لوړو زده کړو په دوران کي مخ کښ او هميشه بريالۍ راوتلۍ دۍ. د ادبياتو په ډګر کي د شعر تر څنګ د معياري ژبي، تاريخي څيړني او متن پيژندني په برخه کي لس ګونه بډاي آثار، څيړنيزي مقالي او منل سوي رسالي ليکلي دي. په دغه ډګر کي يي زموږ د يو نوميالي ليکوال «محمدانور نوميالي» صاحب د لاري ملتيا او شاګردي کړيده. نوميالي صاحب د ده د دغه ښه استعداد په وياړ د «جامع الفنون» لقب ورکړيدۍ.

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام

د معصوم صاحب د ډيرو مهمو چاپ سوو آثارو له کارونو څخه يو هم د « هزار و يک شب » مشهور کتاب دۍ. اګر چه دا کتاب نويالي صاحب را شروع کړۍ وو چه يوه برخه يي د هغه په ژوند کي ژباړل سوي وه پاته ډيره حصه يي د هوتک صاحب له لوري ترتيب او وژباړل سول چه تقريبا په لس ټوکه کي چاپ سويدئ.  نوموړي کتاب نړيوال شهرت لري په څو نورو بهرنيو ژبو کي هم ژباړل سويدي د انګليسي د ژبي ژباړه يي اولس ټوکه دي چه هر ټوک ۵۰۰ پاڼي لري.

داسي ويلاي سو چه هوتک صاحب په کړاوونو او زيار سره د افغان اولس د پاره ډير علمي، ادبي او  تاريخي اثار وړاندي کړيدي.  په شعر کي تر ډيره د ټولني ملي او افغاني ارزښتونه را برسيره کړي او هنري معيارونه يي اوچت ساتلي دي. شعر يي روان او زړونو ته لار پرانيزي.  دهيواد دغه پيژندل سوي او نوميالئ بچي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست د لوري هم د «جامع الفنون» لقب په نامه ووياړل سويدي.

ښاغلي هوتک صاحب نه يوازي بريالي اديب او شاعر دي بلکه دراتلونکي نسلونو د پاره د ادبي ژوند لاري څراغ دي. دده هڅي د ژب پوهني د اړخه مهمي او د ستايني وړ او د پښتو ژبي د پاره اړين دي. استاد هوتک د نومياليو محقيقينو په ډله کي شميرل کيږي د پښتو ژبي او ادب د پاره يي ډير بډاي آثار وړاندي کړيدي ور سره د تاريخ په برخه هم ليکني او تحقيقات لري.

Aviron

 

معصوم هوتک په ډيرو لويو ادبي نړيوالو ناستو کي ګډون کړيدي او هم په ښه توګه ستايل سويدي يوه ښه بيلګه يي ۲۰۱۲ کال په سويدن کي د ده په وياړ جوړه سوي  ادبي غونډه وه چه د هر لوري او ګوټ ګوټ څخه ادبي او فرهنګي شخصيتونه ور رغلي وه. په بيلا بيلو وختونو کي هوتک صاحب ډير شاګردان د علم  او ادب په برخه کي روزلي دي. خپله يي په ډيره اندازه څيړني، ژباړني او ليکني کړيدي او هم يي د نورو سره په دغه ډګر کي مرستي کړيدي. د دوي هلي ځلي په خاصه توګه د «عبدالشکور رشاد» صاحب د آثارو د چاپ په برخه کي که يادونه وکړو پر ځاي خبره به وي.

بیشتر بخوانید:

محمد معصوم هوتک

 د ليکل سوو او چاپ سوو آثارو شميره يي ډيره ده ځني يي دلته د بيلګي په توګه وړاندي کوو:

سرامني اوښکي؛ شعري ټولګه

پاشلي ويناوي؛ د مولوي صالح محمد هوتک سريزه او حايشي

د ميرزاحنان بارکزي ديوان؛ لغات نامه او سمون

پوخ کاڼي؛ دپټي خزاني په اړه

احمد شاهي کندهار

ميرزا عبدالودود هوتک

پښتني قبيلي او روايتي شجرې

ښکار او کندهار

درنه کورنۍ؛ د علامه حبيبي کورنۍ

د پولادي امير تر سيوري لاندي پښتو ژباړه

بحر العلوم؛ د دوست محمد هوتک سريزه، سمون او حايشې

روڼي شپې؛ شعرونه

شين سترګي مستخدمين په افغانستان کي

د ملا امير ديوان سريزه؛ ترتيب او حايشه

ميرويس نيکه

کندهاري وروڼه

ځني ناچاپ سوي آثار چه کيداي سي تر اوسه بعضي يي چاپ سوي وي چه زه معلومات نلرم

بي ادبي ادب څيړنه

د هوتکو نوميالي

د لوي احمد شاه بابا ديوان

پرتليز کليز، د هجري او عيسوي کلونو اړول را اړول

د غره او د وره

کچکول؛ مقالې

مخلص کندهاري؛ لغوي زيرمه

ساندي؛ مرثيي

تتمه البيان؛ سريزه او حايشې

دکندهار ياداښتونه

صاحب زاده عمرجان؛ لغت نامه

شمس الدين کاکړ ديوان؛ سريزه او لغت نامه

ښاغلي محمد معصوم هوتک د نورو ډيرو افغانانو په څير د هيواده څه راکډه او دکلونو را پدي خوا د کاناډا د تورنټو په ښار کي اوسيږي په دي خوښ يو چه د روغ صورت څښتن دي او په خپلو ادبي او کلتوري چارو بوخت دي.

د استاد معصوم هوتک ددغه يو عمر کړاوونو او زحمتونو به بدل کي داسي هيڅ څه نلرو چه د ده و حضور ته يي ډالۍ کو فقط دزړه له کوګله د ښه او روغ رمټ ژوند دعا کوو. دلته د هوتک صاحب د خوږ زړه دکو ګله د پاک رب و حضور ته دده د شعر يوه بيلګه مناجات او دعا وړاندي کوو.  د دوي دلا بريا په هيله.

خدايه عقل او ماغزه مي وخوږمنو ته ته دارو کړي

دا کم زورئ هډ او ليچ مي و خدمت و ته چمتو کړي    

په او مړي تار پتليس بدن مي ستا څه مړوچ غوښتئ

د هيواد داورنئ ميني نفس را پکښي پو کړي

د ګناه څوري مي سپک کړي د بدئ قدرت رامکړي

خوړين زړګي مي دنيکي په ټينګ سپڼسي باندي رفو کړي

ړندي سترګي مي په نور د معرفت کړي را روښانه

بصارت مي بصيرت کړي ټپه لار راته چارسو کړي

دا بي وزلي دا خوار ځواکي چه محتاج ستا دپکرم دي

پر جابرو و سرکښو باندي خدايه تي کابو کړي

فرعونان د زماني چه دقدرت په نشو مست دي

د خپل قهر او غضب په توپاني سيند کي لاهو کړي

کاهنان چه مو د بخت د ګرځيدو فالونه ګوري

طلسم يي مات، کوډي باتلي، خام يي سحر و جادو کړي

چه به زموږ و ووړ بورجل ته په کږو سترګو کاته کا

زما «معصوم» آه په پسي کړي «مازيګر يي کور جارو کړي»

نویسنده: هفته

هفته

مطلب پیشنهادی:

کندهار

کندهار د تاریخ په اوږدو کی

کندهار ښار په شمالی عرض البلد کی پروت دئ. د لوی سکندر نه را په دی خوا (هیرودوتس) یونانی مؤرخ د اراکوزیا په نامه په خپلو آثارو کی یاد کړیدئ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *