قالب وردپرس بیتستان پرنده فناوری
Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / درخشان حمیدزی
زبان پشتو

درخشان حمیدزی

عبدالهادی تپاند|

نن یو تکړه او ډیر فعاله ځوان د افغانستان څه در پیژنو.                       

پشتودرخشان حمیدزی، دا هغه فعاله ځوان دی، چه د هنر په عرصه کی یی ډیری هلی ځلی کړیدی. یو تکړه خطاط، رسام، نقاش او انځورګر دئ. د یوه وړوکی ټوټه کاغذ د خطاطئ څخه نیولی بیا دکانواس پرمخ او د دیواله تر انځورونو پوری د ځانګړی یوازی هنری کار څخه د ټولنیزو کورسونو تر جوړیدو او شاګردانو روزلو پوری پرله پسي کار کړیدی. 

ښکلی خط لری چه په اوله یی د کندهار د ښار ډېری رسمی او شخصی لوحی خطاطی او نقاشی کړیدی. څرنګه چه دی تکړه ځوان د هنر پراخه استعداد درلود نو ځکه یی ورسته د رسامی او نقاشی هنر

ته مخه کړه چه په لږ وخت کی تر دی آزمون ځان بریالئ راویست. ما شخصآ د ده لمړنی او اوسنی

انځورونه لیدلی دی چه د ده د ښه استعداد زیږنده ده. په رښتیا چه ډیره  ښه وده یی کړیده په وار وار

د ستایلو وړ ده.

Aviron

 

دی د کندهار په ښار کی پېدا سوئ او اوسیدلۍ دۍ.  د درخشان په نامه پیژندل کیږی. نوموړۍ ځوان په ۱۳۵۴کال کی په کندهار کی زیږیدلۍ دۍ. لمړنۍ او منځنۍ زده کړی یی سرته رسولی دی.  ورسته یی د کابل د پیداګوژی انستیتوت د برښنا په څانګه کی زده کړی کړیدی.

 ښاغلی درخشان وایی چه د هغی هنری تندی له کبله چه می په وړکتوب کی درلودل، کله چه موقع

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام

او امکانات په لاس راغلل د دوو تکړه استادانو، محمد زمان او محمد امان پوپل څخه د انځورګری او خطاطی زده کړه وکړلی. د څه مودی د پاره د ده کورنۍ په کابل کی ژوند کاوه  کله چه د ډاکټر نجیب په اخیرو شپو کی د کابل حالات خراب شول د نوموړی کورنۍ بیرته خپل ټاټوبی کندهار ته راستنه شوه. دلته په کندهار کی د خپلی ډیری علاقې او شوق له کبله د خطاطۍ کورسونه پرانستل او د لوحی او خط لیکنی د هنر اصول یی د ده په قول په سلګونو شاګردانو ته ور وښوول. او د هغه بی پایانه شوق او ذوق چه د ښکلو هنرونو سره درلود په دی فکر او اندیښنه کی وو په څه توګه کولای شی چه د خپلی ټولنی ځوانان د ځان ملګری او دغه هنر ته یی وهڅوی.

لمړنې ګام یی په دغه برخه کی دا وو چه د اطلاعاتو او کلتور د خدای بخښلی ریئس مجید خان بابی

بیشتر بخوانید:

نقاشیاو مدنی فعال نعمت الله نالان پرسته یو نندارتون د هنری کارونو پرانسته، البته تر ډیرو کلونو ورسته دا لمړنی او یوازنۍ د هنری آثارو نندارتون وو چه په دغه ډګر کی د چوپړ د لا ډیرو هڅو په نیت نندارې ته وړاندی سو. په ډیره مینه او شوق سره ولیدل شو. ډیرو د ادب او هنر مینانو او ځوانانو دا نیک ګام وباله چه په نتیجه کی د دی باعث وګرځیده چه په پرله پسی توګه پدی شان نندارتونونه د نورو ځوانانو په شمول و پرانیزې. د دغه سلسلې نندارتونونو څخه یو هم د افغانستان نوښت مشورتی څانګی په مرسته د کندهار د نجونو په ګډون څه د پاسه دوه زرو تنو ګډون درلود پرانستل شو. د ننداری د پاره یی د هری لوری د هنر مینان او پتنګان راټول سویوه.

په دغه څیر د خطاطۍ په برخه کی یی ځانګړی نمایشونه تمثیل کړی او جوړ کړیدی چه موږ ټولو ته د ستاینی، ویاړنی او یادونی وړ دی.

د کندهار ښار لکه د نورو ښارونو په څیر جګړې سخت ځپلۍ وو هره ګوښه د ژوندانه مو ورانه او ویجاړه وه خصوصأ هنر خو هیڅکله دلته ځای نه درلود او ډیره ژوره تشه را منځ ته سویوه. نو ښاغلی درخشان سره دغه هڅه او آند راوغوړیدۍ چه څرنګه کولای شی چه خپلی ټولنی او اولس ته د دغه پلوه چوپړ وکی پدی لاره کی لمړۍ مالی مرسته په کار ده او ورسره د ځای امکانات. نو درخشان له قوله چه د عینو فونډیشن یا عینو خیریه بنسټ د مشر او هم د هنری او فرهنګی فعال لکه ځوانی مرګ عبدالقیوم پتیال په مرسته و کولای سوای چه د کندهار د ښکلو هنرونو د بنسټ خښته کښیږدی. اطلاعاتو او کلتور په خلاص نیت خپل سالون د نوم وړی و دغه هدف ته ځانګړی کړۍ چه نوری هنری هڅی یی له دغه ځایه پیل کړې.

ښاغلی حمیدزی د کابل او کندهار په ځینو رسمی څانګو کی په دغه ډګر کی کار کړیدۍ چه د خطاطۍ، رسامۍ او نقاشی کارونه پکښی شامل دی.

درخشان حمیدزینوموړۍ همدا اوس هم د کندهار د ښکلو هنرونو د بنسټ لارښود او همکار دۍ.

حمیدزۍ صاحب دا تکړه او د هره مخی فعاله ځوان خپل د هنرونو لمن داسی پرانیزی چه وایی:

په خطاطې – رسامی – میناتوری – شبکه کاری – سوخته کاری – کندنکاری سکرو آرټ – ګرافیک – سټرین آرټ او د دیوالونو انځورونو کی لاس لری.

پر دی سربیره چه د فزیکی پلوه ډیر بوخت ځوان دۍ خو د ورزش په ډګر کی د کاراتی، جمناستیک او کرکټ سره مینه لری. وایی چه د کراټی په برخه کی سره کمربند ته رسیدلی دی.

په آخره کی ما د ده څخه هیله وکړه چه د هیواد نورو ځوانانو ته څه پیغام لرۍ  ده وویل:

دا چه ځوانان د ټولنی د ملا تیر جوړوی هغوی ته پیغام دادی چه د نورو مدنی فعالیتونو ترڅنګ دغه ښکلی هنرونوته هم مخه کړی ځکه هنر د بشریت د تاریخ  سره تړلې کلمه ده. په هم دی خاطر هر هیواد ځانته هنر او هنرمندان لری چه د هغوی آثار د هغوی د ملی هویت ښکارندوی دی.

په آخره کی موږ د کاناډا د هنر او ادب دمینانو خصوصآ د افغانی ټولنی او افغانانو په نمایندګی د دغه ښاغلی د لا بریا اونورو داسی هنری هلو ځلو د پراخیدو او د ځوانانو استعدادونو د روزلو په هیله ده ته روغ رمټ او اوږد ژوند د پاره د پاک خدای څه غوښتنه کوو.

نویسنده: هفته

مطلب پیشنهادی:

موفقیت‌ها و موانع ورزشکاران مهاجر؛ گفت‌وگو با سهام احمدی عضو تیم ملی فریزبی افغانستان

ورزشکاران مهاجر با یکدیگر همدل هستند و همه هدف مشترکی دارند و قومیت برایشان اهمیت ندارد. همه ورزشکاران می‌خواهند که روزی پرچم افغانستان را بالا ببرند و در رقابت‌های جهانی چهره دیگری از افغانستان را نشان دهند...

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *