Fengye College Center
خانه / عمومی / آریانا / د پستو د هنر او ادب هنداره

د پستو د هنر او ادب هنداره

عبدالهادی تپاند|

كرونا

اختر به بیا په ژوند کی راسی

دکرونا ریښی دی خدای ژر ورکوینه

چه کرونا کرونا اورو

د خولی مزه مو تر زقومه ترخه وینه

بندی په کور کی خو لږ خوښ یو

د کرونا وبا خدایه مه راباندی وینه

مرګی د هر تندی نصیب وی

د کرونا د آفت مرګ بی پته وینه

د زړه په دوک دی دا اخته سی

دی کرونا ته می په خوله ښرا راځینه

دا کرونا سخته بلا ده

مسجد به وی څوک به لمونځونه نه کوینه

د کرونا دی کور خراب سی

نه (باربکیو) سته نه د باندی چکرونه

دا کرونا راغله ده چینه

په ټول جهان باندی یی ګډ کړه مرضونه

دا کرونا څنګه آفت دی

چه دوست له دوسته په ژوندون جلا کوینه

خدای به مو بیا سره یو ځای کی

که کرونا له موږه واخسته لاسونه

هفته را دنبال کنید در: اینستاگرام تلگرام

ځوانی

نرګیس لیمه څه شبنم څاڅی

وړوکی ژوند پسی به خود ژړا کوینه

کاش ژوندون داسی آیینه وای

چه دځوانی تصویر مو هره ورځ لیدنه

افسوس ځوانی په ختم یدو سوه

دا هر یو یاد یی د زړه سر زخمی کوینه

دا ژوند مو ټوله یو حباب دی

لکه چه څاڅکی د اوبو پر مخه وینه

دجونګړی په یاد

د هجرت ناکامی شپی دی د افغان دا کاروان سوځی

په چمن اور لګیدلئ وچ، لانده او دهقان سوځی

هره شپه می یو تورتم دی هره ورځ می توپانی ده

هره دمه چه شمیرمه زړګئ سوځی مژګان سوځی

دا تیاری د تورتمونو پر ناتوان بدن خپری دی

په رګو کی وینه وچه پوست و مغز استخوان سوځی

دی افق ته چه نظرکړم لا تیاری تیاری ښکاریږئ

زما وطن بل کړی اور دی سر ترنوکه می ځان سوځی

ننګ ناموس او ایمان ټوله پای کوبی ده د پردیو

که داخپل د لمن اور دی چه می ټوله ګریوان سوځی

ښه مو خلګ ښه مو مینه ښه خوږی خوږی کیسی وی

سلسلی د دی یادو می تر کوګله ارمان یوځی

اوس نژدی د خپل جونګړی د ورتلو په تمه ناست یم

انتظار می د دی تمی مژګان سوځی چشمان سوځی

د وطن مو هر څه خپل وه واک مو خپل وو اختیار خپل وو

د «تپاند» ناتوان اختیاره اوس ته ګوری وجدان سوځی

ړنګه هیله

د وطنه سوم را ورک دا خپله کډه کور په کور وړم

نوم می ورک د یو افغان سو اوس به زه دغه پیغور وړم

ننګ و نام می راڅه ورک سرګردان کلی په کلی

د بی پته ژوند دا بار به لا ترکومه لور په لور وړم

کله دلته کله هلته لالهانده نا قرار ژوند

جنازه د شهید روح ده دغه کټ پر اوږ وسپور وړم

نه می خوند دخولی سمیږی نه می تبه راڅه شلیږی

ژوندانه مزه می نسته صرف دا پیټئ زه په زور وړم

نصیب سوی نیمه خوا ژوند د هستی رنګ می بدل سو

د زخمونو دا کاروان به دسیی پر تخته خپور وړم

که د خدای ملکونه ډیر دی زما هم ښکلی وه یو مینه

په خاطر د خپلی مینی په زړګی سکروټی اور وړم

دلته هلته بیګانه یم نه می چا سره رغیږی

ژړه ویمی دا یادونه دا غمونه به لا نور وړم

نه یو یار سته نه څه مینه نه دا مات زړګئ جوړیږی

افقونه بیګانه دی امید څه د کم غم خور وړم

«تپاند» وینم چه چمن می اور اخستی دئ دودیږی

په مشکل د دی خزانه به چمن، ګلشن سمسور وړم

ورو ورو

پر مخ درومی د عمرونو کاروان ورو ورو

د ځوانی په نشه مست وی یاران ورو ورو

د ځوانی خیالالت به تل راسره مل وه

نڅیده به ټول آسمان کهکشان ورو ورو

دنګی دنګی وی ماڼئ زما د خیالونو

په ګډا خیالونه مست د جانان ورو ورو

چه به بوئ دیار د زلفو را څرګند شو

مستانه به ګرځیدم پر آسمان ورو ورو

زما خیالونه به اوچت وه له فلکه

لکه راچه سی دوران پر ګوروان ورو ورو

چه د عمر په چمن کی خزان راشی

مړاوی کیږی په چمن کی ګلان ورو ورو

د پرون ګلشن وی نن خزان وهلی

چه راولویږی له تخته شاهان ورو ورو

شین چمن وی تا ته مړاوی مړاوی ښکاری

سترګی وی خو دید شی کم د چشمان ورو ورو

«تپاند» هم ودی کاروان ته ځان سپارلی

څو هوښیار اوسی نوبت ته د ځان ورو ورو

مونټریال – کاناډا – اپریل ۲۰۲۰

Aviron
Aviron
بیشتر بخوانید:

حبیب عثمان

نویسنده: هفته

مطلب پیشنهادی:

میرویس نیکه

د تاريخ پانه، د هيواد نوميالي او اتلان

ميرويس خان هوتک د افغانستان د کندهار په ښارکي په ۱۶۷۳ میلادی کال کي زيږيدلي دي. پلاریی ښاعلم خان هوتک نوميدي او مور يي نازو توخي وه چه يوه باتوره، نوميالئ او دينداره ميرمن وه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *